ژبه

په کندهار کې ١٢ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول شول

کندهار ( پژواک ٣ سلواغه ٩٠ ) : د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست او ښاروالۍ       لخوا د ښار اړوند له بېلابېلو هټيو څخه تر وخت تېر خوراکي توکي راټول او له منځه يووړل شول.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې په کندهار ښار کې د تر وخت تېرو خوراکي توکو پر ضد کمپاين پيل کړى دى.

هغه زياته کړه، په دې موده کې يې له بېلابېلو دوکانونو څخه ١٢ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي راټول او وسوځول.

د نوموړي په وينا، يو شمېر دوکانداران په خپلو دوکانونو کې تر وخت تېر خوراکي توکي پلوري او دغه راز يو شمېر سوداګر هم هېواد ته تر وخت تېر خوراکي توکي را واردوي، چې د کار اخيستنې پر مهال د خلکو روغتيا ته سخت زيان رسوي.

هغه د خوراکي توکو د سوځولو پر مهال د کندهار ښار له اوسېدونکو وغوښتل، چې د هغو دوکانونو او شرکتونو په اړه له کندهار ښاروالۍ سره معلومات شريک کړي، چې تر وخت تېر خوراکي توکي پلوري.

د کندهار ښار اوسېدونکي، د عامې روغتيا رياست او ښاروالۍ له دې اقدام څخه خوښي ښيي او وايي، چې دغه ادارې دې وخت پر وخت پر دې چاره نظر وساتي.

د کندهار ښار د کارېز بازار اوسېدونکى لعل محمد وايي، ډېر خلک سواد نه لري او د خوراکي توکو د پېرلو پر مهال نه پوهېږي، چې اخيستل شوى څيز تر وخت تېر شوى او کنه.

هغه دغه راز وويل، يو شمېر دوکاندران پر خوراکي توکو لګول شوى تاريخ پاکوي، تر څو خلک پوه نه شي، چې اخيستل شوي توکي تر وخت تېر شوي دي.

نوموړي د دې کار د مخنيوي لپاره يواځې د خوراکي توکو سوځول کافي و نه ګڼل، بلکې له اړوندو ادارو يې وغوښتل، چې دغه راز کسانو ته قانوني سزا وټاکي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم وايي، چې په دا ځل کمپاين کې يې څوک نه دي نيولي ، خو خبردارى يې ورکړ، چې په  راتلونکي کې به هغه کسان، چې تر وخت تېر خوراکي توکي پلوري او يا يې هېواد ته ر اواردوي له قانون سره سم مجازات کړي.