جلال اباد (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): په ننګرهار کې د ٣٨٧زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې او په نيمروز ولايت کې درې ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له افغان ماشومانو سره د المان د مرستو ټولنې په ٣٠٠زره امريکايي ډالره مرستې په بهسود ولسوالۍ کې د يوې لېسې د ودانۍ چارې پيل شوې.
شينواري زياته کړه، دغه نوې جوړېدونکې ودانۍ به د ٣٠ خونو په درلودلو سره په ٨ مياشتو کې بشپړه شي، چې ورسره به د ٢٠٠٠ ښځينه زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شي.
د نوموړي په وينا، د لېسې اوسنۍ ودانۍ لس خونې لري چې ټولې زده کوونکې په کې نه شو ځايېدلى.
د يوه بل خبر له مخې، د بشر د اسکان له پاره د ملګرو ملتونه اداره (UN-Habitat) په مرسته د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د ٨٧زره امريکايي ډالرو په لګښت د ٤٦١٤ متره ويالې او ٢٤٦ متره زابر جوړونې چارې پيل شوې.
د دغې موسسې يوه مسوول انجنير محمد طاهر وفا پژواک اژانس ته وويل، چې د ويالې په اوږدو کې به د بلول ٥١٣ پولګوټي ځاى پر ځاى کړى شي، چې چارې به يې په ٩ مياشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د ټلويزيون غونډۍ ته څېرمه په انګورباغ سيمه کې د ٦٠ ډالره په لګښت د يوه لوى زابر جوړونې چارې هم پيل کړي.
د جلال اباد ښار د ٥٢مې ښاري شورا مشر حاجي حبيب الله پژوا ک اژانس ته وويل، چې له دغې پروژې سره يې سيمه له چټليو پاکه او په ښاري ناحيه بدله شوه.
نوموړي له جلال اباد ښاروالۍ غوښتنه وکړه، چې په کوڅو کې دې ورته کثافت دانۍ هم ځاى پر ځاى کړي.
د يو بل خبر له مخې، په نيمروز ولايت کې د درېيو ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې پاې ته ورسېدې.
د ياد شوي ولايت د پوهنې رييس خليل الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو شويو درېيو ښوونځيو څخه دوه يې په مرکز زرنج او يو يې په چخانسور ولسوالۍ کې دى.
هغه وويل، چې دغه ښوونځي د نړيوال بانک په مرسته په دولسو ميليونو افغانيو رغول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دې ښوونځيو په ودانېدو سره، ٣١٠٠ زده کوونکو ته درسې خونې برابرې شوې.
د رحماني په وينا، تردې وړاندې يادو شويو زده کوونکو تر خېمې لاندې زده کړې کولې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په نيمروز کې ٦٩زره ښځينه او نارينه زده کوونکي په ١٢٨ تعليمي بنسټونو کې په زده کړه بوخت دي.
ده وويل، چې د نيمروز د ١٢ ښوونځيو زده کوونکي اوس هم تر خېمو لاندې زده کړې کوي او ١٥نور ښوونځي په کرايي کورونو کې دي.










