جلال اباد (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د اووه ورځو لپاره د وړيا روغتيايي خدمتونو کمپونه جوړ شول او له ګڼو راستنو شويو کورنيو سره مرستې وشوې.
دغه کمپونه نن (د سلواغې ٥مه) د ننګرهار ولايت په غني خېلو، نازيانو، اچين او سپين غر ولسواليو کې جوړ شول، چې د اووه ورځو په موده کې به د شاوخوا دوه زرو ناروغانو وړيا درملنه وکړي.
د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو وړيا روغتيايي کمپونو د درملو لګښت د ده له شخصي پانګې او ځينو ملګرو له مرستې څخه برابرېږي.
د هغه په وينا، په يوه اونۍ کې به د يادو شويو ولسواليو شاوخوا دوه زره ناروغان د ډاکټرانو له لوري په دغو کمپونو کې معاينه او درمل ورکړل شي.
ولسوال زياته کړه، چې په دې موخه يې د ډاکټرانو لس کسيزه ډله د اچين او سپين غر ولسواليو د سروبي، لنډۍ او ژۍ کليو ته استولې ده، ځکه چې په دې سيمو د سړې هوا له امله په پاخه عمر لرونکو او کوچنيانو کې د سينې ډول، ډول ناروغۍ پيدا شوې دي.
نوموړي په دې اړه څه نه وويل، چې په ټوليز ډول به د دغو ناروغانو په درملنه څومره لګښت راشي.
د سپين غر ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک محمداجان پژواک اژانس ته وويل، چې د ډېرې سړې هوا له امله زياتره کوچنيان او سپين ږيري په بېلابېلو ناروغيو اخته دي.
نوموړي په دې کار خوښي وښوده او له نورو سوداګرو او پانګه والو يې هم وغوښتل، چې له خلکو سره ورته مرستې وکړي.
د غني خېلو د روغتون سرطبيب ډاکټر فهيم پژواک اژانس ته وويل، چې په کليوالو سيمو کې د روغتيايي کمپونو جوړول، نه يواځې په دولتي روغتونونو ګڼه ګوڼه کموي، بلکې په ولس کې د خير ښېګڼې د کارونو ذهنيت ته هم وده ورکوي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست وايي، چې د مومندرې او لالپورې په ولسواليو کې يې نن له ٣٧٦ راستنو شويو کډوالو سره د خوراکي توکو او ژمنيو کاليو مرستې وکړې.
د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR)په مرسته يې له هرې راستنې شوې کورنۍ سره د اته قلمه خوراکي او ١٤ قلمه غير خوراکي توکو مرستې وکړي.
د ده په وينا، د يادو شويو مرستو لړۍ يې له دوه اونيو راهيسې هغو کډوالو سره پيل کړي، چې له ٢٠٠٧ کال راهيسې خپلو سيمو ته راستانه شوي دي.
د مومندرې ولسوالۍ يوه قومي مشر ميارحمن ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال د لنډي کوتل او د تورخم له پاچا مېنې څخه پاکستاني دولت د دوى ٤٠٠ کورنۍ په زور وشړلې.
نوموړي زياته کړه، له تېر کال راهيسې دا دويم ځل دى چې دولت او مرستدويه ټولنې ورسره مرستې کوي.
نوموړي د کډوالو چارو رياست له چارواکو وغوښتل، چې له راستنو شويو کډوالو سره د سرپناه مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ننګرهار د سرې مياشتې، يونيسف، UNHCR او کډوالو چارو رياست له لوري په تېره يوه مياشت کې د دغه ولايت له شاوخوا دوه زرو بې وزلو او راستنو شويو کورنيو سره مرستې ترسره شوې دي.









