فراه (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): په فراه ښار کې د ٤ ټولګټو پروژو په بشپړېدو سره د دې ښار د زرګونو اوسېدونکو ستونزې په نسبي ډول هوارې شوې.
د فراه ښار د ښاروال عبدالرحيم اسحاقزي په وينا، په دې پروژو کې د سړک غاړې ١،٣٦٤ کيلومتره ويالې، ٢،٨٤٠ کيلومتره پلې لارې، د فراه ښار د پارکونو د احاطوى دېوالونو جوړول، د ٧ کيلومترو مربع په اندازه د وسايطو د ٩ پارکېنګونو، د ښار د مرکزي سړک د ګلدانونو او د ښار يو کيلومتر عمومي ابرو جوړول په کې شامل دي.
اسحاقزي زياته کړه، چې يادې شوې پروژې د شپږو مياشتو په موده کې د نږدي ٦٠٠زره ډالرو په لګښت د امريکا د نړيوالې پراختيايي اداري په مرسته سرته ورسېدې.
د فراه ښار د پراختيايي شورا مشر سيدمحمد، په داسې حال کې چې د دې پروژو د ګټې اخيستنې په اړه يې خوښي وښوده، پژواک ته يې وويل: ((دا څلور پروژې د خلکو او پراختيايي شورا په غوښتنه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.))
هغه وويل، چې بشپړې شوې پروژې ټولې بنسټيزې وې؛ د خلکو ستونزې يې د باران د اوبو د راټولېدو له اړخه او په سړکونو کې يې د وسايطو ګڼه ګوڼه هواره کړې او د ښار پارکونه يې مصوون کړي دي.
د فراه ښار يوه اوسېدونکي محمد ابراهيم وويل، چې تر دې مخکې په فراه ښار کې د وسايطو پارکېنګ نه و او د ښار د کم سورو واټونو په څنګ کې د موټرو درول، نه يواځې د ترافيکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کاوه، بلکې ترافيکي پېښې هم رامنځ ته کېدې.
نوموړي زياته کړه، چې د ښار په نهو سيمو کې پارکېنګونه جوړ شوي دي.









