کابل(پژواک دسلواغې ٩مه ٩٠): د افغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي،چې په پاکستان کې جوړ شوي او په دې وروستيو کې يې په هغه هېواد کې، د شاوخوا سلو کسانو ژوند ته دپاى ټکى کېښود، قرنطين کړې ده.
دا مطلب د افغانستان دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيالې ډاکټرې نادرې حيات برهاني د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته بيان کړ.
د راپورونو پربنسټ، له تېرو شاوخوا دريو اونيو راپدېخوا د پاکستان د پنجاب ايالت د يودولتي روغتون له لوري د زړه په ناروغې اخته کسانو لپاره په وړيا ډول درمل ورکړل شوي دي،چې د استفادې په ترڅ کې يې کابو سل کسان مړه شوي دي او څه باندې ٢٠٠ کسان په روغتونونو کې بستر دي.
د برهاني په وينا، په يادو درملو کې زفنول،کارديووزين،اسپرين،الفاګريل،ډي کف او کان کان شامل دي ،چې په پاکستان کې د مهمو راجسټر شوو کمپنيو (ايفروز اوفارما، سويس فارما و الفلاح فارما) له خوا توليد شوي دي..
نوموړې وويل،چې دا کمپنۍ معتبرې دي او په راتلونکې کې چې ددې کمپينو درمل هېواد ته راواردېږي ،ددې وزارت له خوا به په کره ډول وڅېړل شي.
سرچينې وويل، سره له دې چې درمل د کيفيت له اړخه سټنډرډ دي ، خو د څېړنو د پايلو تر ښکاره کېدو به ،په پاکستان کې قرنطين وي.
برهاني وويل: (( موږ په پاکستان کې له نړيوال روغتيايي سازمان سره په تماس کې يوو او موږ د مړينې او مصابيت په اړه د ډېرو څېړنو او تحقيقاتو د پايلو په تمه يوو او د نړيوال روغتيايي سازمان له تصميم څخه وروسته به موږ هم تصميم ونيسو،چې د خوړلو اجازه ورکړو او که نه.))
دهغې دمالوماتو له مخې، د فارمسي چارو عمومي رياست ته دنده سپارل شوې ،څو د يادو درملو د نېټې او واردلو په اړه معلومات ورکړي او د روغتيايي قوانينو پر تطبيق دڅار رياست او په هر ولايت کې روغتيايي رياست ته دنده ورکړل شوې، چې په هر درملتون کې دې، ددې درملو دشتون په اړه معلومات ترلاسه کړي.
هغه زياتوې،چې يادو مراجعو ته لارښونه شوې ده ،چې ددې ډول درملو د شتون په صورت کې دې ، ياد درمل په موقت ډول ترهغه مهاله په اړوندو درملتونونوکې قرنطين کړي،څو چې په پاکستان کې څېړنې پاى ومومي او دعامې روغتيا وزارت د ارزونو تر بشپړيدو دې، ديادو درملو له خوړولو څخه مخنيوى وشي.
ډاکټره برهاني وايي،چې هر کال له پاکستان څخه افغانستان ته زياد درمل واردېږي،خو نوموړې يې کچه ونه ښوده.










