غزني ښار (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير راين کراکر وايي، چې د روان زېږديز کال پر مهال به په غزني ولايت کې د ٣٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د بيارغونې کارونه ترسره کړي.
کراکر، چې نن (د سلواغې ١١مه) يې په غزني کې له والي موسي خان اکبرزاده سره په يوه ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې زياته کړه، چې يادې پيسې به پر روغتيا، ښوونه او روزنه، کرنه او نورو پراختيايي چارو کې ولګول شي.
د نوموړي په وينا، چې په دغه ولايت کې د ٢٠١٣ کال د نمانځنې لپاره تياري ته اړتيا ده، چې په دې برخه کې به هم خپلې مرستې ونه سپموي.
د يادونې ده، چې غزني په ٢٠١٣زېږديز کال کې د اسلامي هېوادونو د کولتوري پلازمېنې په توګه نومول شوى دى.
د امريکا سفير زياته کړه، چې هېواد به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم افغانستان يواځې نه پرېږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
د هغه په وينا، د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون پر سر کار روان دى، چې له هغه وروسته به افغانستان او امريکا اوږده ملګرتيا ولري.
راين کراکر وويل، چې د سولې هڅې هم روانې دي، د طالبانو لپاره ځانګړى ادرس موندل شوى، دا اوس په دوى پورې اړه لري، چې سوله کوي او که جګړه غواړي.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده د راين کراکر د ژمنې هرکلى وکړ او زياته کړه، چې په راتلونکي کال کې به په غزني کې لسګونه پراختيايي پروژې پلې شي.
والي زياته کړه، چې د بهرنيو مرستندويانو ترڅنګ په خپله حکومت هم غواړي، چې په راتلونکي کال کې د دغه ولايت لپاره شل ميليونه ډالر ولګوي.
د هغه په وينا، د ژمي له پاى ته رسېدو سره سم به په مرکز او ولسواليو کې د لسګونه پراختيايي پروژو کار پيل شي.
تر دې مخکې هم په غزني کې د امريکا او پولنډ د بيارغونې ډلو د ميليونونو ډالرو لسګونه پروژې بشپړې کړې دي.
پخوانى سناتور مولانا عبدالرحمن حکيمي د امريکا د مرستو هر کلى کوي او زياتوي، چې غزني په تېره لسيزه کې له پامه لوېدلى و، اوس په کار ده، چې زياته پاملرنه ورته وشي.










