منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په جوزجان کې څلور پلونه جوړ شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

شبرغان (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د جوزجان په درېيو ولسواليو کې د څلورو پلونو د ګټې اخيستنې له سپارلو سره سم د سويډن سفير ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به د دې هېواد مرستې له ٢٠١٤ کال نه وروسته هم دوام ومومي.

 په افغانستان کې د سويډن سفير هنريک ليندر نولم، چې په جوزجان کې د دې پلونو د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل چې د دې پلونو جوړول د افغانستان له حکومت او د دې هېواد له ولس سره د سوېډن د اړيکو د ټينګښت ښکاروندى دى.

 نوموړي په ډاګه کړه، چې دوى به له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره مرسته کوي.

 نولم زياته کړه، چې په راتلونکي کال کې به هم د جوزجان له مرکز څخه تر قوش تپې ولسوالۍ پورې ٤٠ کيلومټره سړک د دې هېواد په مرسته پوخ شي.

 د جوزجان د کليو د پراختيا رييس انجنير محمديوسف سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پلونه په يو کال کې بشپړ او نن (د سلواغې ١١مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

 د هغه په وينا، له دې پلونو څخه يو په مرديان، بل په منګجک او دوه نور د خواجه دوکوه په ولسواليو کې جوړ شول.

 سعيد زياته کړه، چې د درېيو پولونو اوږدوالى دولس متره او د يو بل ٢٤متره دى، چې د ټولو سور پنځه متره دى.

 د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) يوه مسوول انجنير سعادت بېژن، چې د دې پلونو د جوړولو مسووليت يې په غاړه و، پژواک ته وويل چې دا پلونه، کلي د ولسواليوو له مرکزونو سره نښلوي.

 نوموړي وويل، چې پر دې پلونو ٦٠٠زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د سويډن هېواد له لوري ورکول شوى او د (UNOPS) له لوري د کليو د پراختيا رياست په همکارۍ جوړ شوي دي.

 د خواجه دوکوه ولسوالۍ اوسېدونکي يارمحمد پژواک اژانس ته وويل: ((د دې پول جوړول د ولسوالۍ مرکز او شبرغان ته د خلکو د تګ راتګ ستونزې هواروي.))

 هغه څرګنده کړه، چې مخکې د دوى کلي د موټر لار نه درلوده او د مالونو د وړلو او راوړلو لپاره يې له خرو څخه استفاده کوله؛ خو اوس دا ستونزه هواره شوه.

 د يادونې وړ ده، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د سويډن هېواد له لوري په جوزجان کې دوه نورې پروژې هم پلي شوې دي، چې په ترڅ کې د ٢٠٠ ښځو لپاره د خياطي، ګبيون اوبدلو او ډوډۍ پخولو په برخه کې د زده کړو چانس برابر شوى او د څښاک اوبو ٢٠ څاګانې هم کېندل شوې دي.