ژبه

کندهار(پژواک١٢سلواغه٩٠):  د کندهار ولايت د تخته پُل ولسوال محمود اڅکزى وايې، چې په دې ولسوالۍ کې د پام وړ پرمختيايي کارونه نه دي شوي او خلک اوږدمهاله مرستو ته اړتيا لري.

 محمود اڅکزى، چې نهه ورځې وړاندې د تخته پُل د ولسوال په توګه ټاکل شوى، نن مازديګر ناوخته يې د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

 هغه وويل، نهه ورځې کېږي، چې د تخته پُل د ولسوال په توګه ټاکل شوى او په دې موده کې يې د سيمې د اوسېدونکو په مرسته دوه ښوونځي چې له تېرو اتو کلونو بند وو، بيرته پرانيستي دي.

 نوموړي زياته کړه، له دغو ښوونځيو يو يې په حاجي احمد الله کلي کې دى، چې ٤٢ زده کوونکي لري او بل يې په عبدالله زو کلي کې دى، چې ١٣٠ نجونې او هلکان پکې زده کړې کوي.

 دى وايي، هڅه يې دا ده، چې په دې ولسوالۍ کې هم نوي ښوونځي جوړ کړي او هم پخواني بند شوي بيرته پرانيزي.

 ولسوال د تخته پُل د امنيت په اړه وويل، چې لومړى کار يې د دې ولسوالۍ د امنيت ډاډمن کول دي، خو په وينا يې چې د ملي او سيمه ييزو پوليسو تشکيل يې کم دى.

 هغه له مرکزې ادارې وغوښتل، چې د امنيتي ځواکونو تشکيل زيات کړي، تر څو امنيت ساحه تر ليرې کليو او سيمو ورسېږي.

 نوموړي په تخته پُل ولسوالۍ کې کرنه او مالداري له ستونزو سره مخ وګڼله او يې ويل، چې دغه ولسوالي ټولټال نهه لويې ويالې لري، چې دوه يې فعالې او پاتې نورې يې ويجاړې شوې دي.

 دى وايي، د سيمې اوسېدونکي اوږدمهالو مرستو ته اړتيا لري، تر څو خپلې ويالې او بندو جوړ کړي او کرنه په پښو ودرېږي.

 هغه دغه راز زياته کړه، چې دا ولسوالي يوازې يو کلينک لري، چې د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکي ورته د اړتيا پر مهال ځانونه نه شي رسولى، ده غوښتنه وکړه، چې د دې ولسوالۍ په لېري پرتو سيمو کې دې دوه نور کلينکونه هم جوړ کړي.

 ده وويل: ((په تخته پُل ولسوالۍ کې په هيڅ يوه برخه کې پرمختيايي کارونه دي شوي او مرکزي ادارې دا ولسوالي له پامه ويستلې ده.))

 اڅکزي دا هم وويل، چې د دې ولسوالۍ د ولسوال په توګه به لومړى کار د امنيت ډاډمن کول وي او وروسته، د پوهنې بهير به چټکوي او خلک به هڅوي، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.

 تخته پُل ولسوالي، چې د کندهار _ سپين بولدک لويه لاره هم ترې تېرېږي، له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره واټن لري.

 دا ولسوالي ١١٥ لوى او واړه کلي لري او د اوسېدونکو شمېر يې ٣٤ زره ٦ سوه تنه ته رسېږي.