کندهار (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د عامې روغتيا رياست له خوا روغتيايي مرکز پرانيستل شو.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژنس ته وويل، چې دغه يو پوړيز روغتون پنځه خونې لري او د څه باندې يوه کال په موده کې د امريکا د پوځ د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، چې دغه روغتون به د ١٦روغتيا پالانو په درلودو سره د ٢٤ ساعتونو لپاره د مور او ماشوم، ساري ناروغيو، وړو جراحي عملياتو، داخله ناروغيو او واکسين خدمتونه وړاندې کوي.
د معروف ولسوال عبدالصمد دراني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې مخکې يو روغتيايي مرکز شتون درلود، خو دا چې د دې ولسوالۍ نفوس زيات دى، بسنه يې نه کوله.
نوموړي زياته کړه، د دغه روغتون له جوړېدو سره به د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.
دى وايي، په دې ولسوالۍ کې څه باندې دوه سوه زره وګړي ژوند کوي، چې د روغتيايي خدمتونو لپاره يې نورو کلينکونو ته هم اړتيا ده.
د کندهار ولايت د روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، هڅه کوي، چې د کندهار ښار ترڅنګ په ولسواليو کې هم معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
دمعروف ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتون په جوړېدو خوښ دي،خو هيله کوي،چې د هغوى د روغتيايي خدمتونو په موخه دي په کار پوه او مسلکي ډاکټران پر دندو وګومارل شي.
معروف د کندهار ښار ختيځ ته په ١٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او له پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري، چې اوسېدونکي يې د سړکونو د نشتوالي له امله ښار ته ځانونه نه شي رسولاى.