کندهار ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): د کندهار د شورابک ولسوالۍ چارواکي او يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې پرمختيايي کارونه نه دي شوي او دغه ولسوالۍ د مرکزي ادارې له پامه لوېدلې ده.
په دې اړه نن (د سلواغې ١٥مه) په شورابک ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوې وه، چې د دې ولسوالۍ ولسوال عبدالنافع بړېڅ، د پرمختيايي شورا غړو، د ايساف ځواکونو استازو، قومي مشرانو او ځايي خلکو په کې ګډون کړى و.
د شورابک ولسوال عبدالنافع بړېڅ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغې ولسوالۍ ته په تېرو لسو کلونو کې پاملرنه نه ده شوې او اوسېدونکي يې د ژوند په هره برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، د ولسوالۍ ټول کلي يې له نږدې ليدلي او اوسېدونکي يې د روغتيا، پوهنې، کرنې او د ژوند په نورو برخو کې مرستې او کار کولو ته ډېره اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، د خلکو د ستونزو د هوارۍ په موخه به د هغوى غږ تر ولايت او مرکزي ادارې ورسوي او په دې برخه کې به جدي کار وکړي.
بړېڅ په شورابک ولسوالۍ کې د ښوونځيو نشتوالى د خلکو تر ټولو جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې ورسره د پوهنې رياست د درېيو ښوونځيو لپاره د قرطاسيې مرسته کړې، خو د ښوونځيو د نشتوالي له امله په جوماتونو کې پر زده کوونکو و وېشل شوه.
د شورابک ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر محبوب خان وايي، چې په دې ولسوالۍ کې له ١١٠زره څخه زيات وګړي ژوند کوي، خو د دغو کسانو د ژوند د اسانتياوو لپاره سړکونه، روغتيايي مرکزونه او ښوونځي نه دي جوړ شوي.
هغه پر مرکزي او ولايتي ادارې نيوکه وکړه، چې يو شمېر اشخاصو د دې ولسوالۍ پر نوم پيسې اخيستې، خو د خلکو لپاره يې يوه افغانۍ هم نه ده لګولې.
نوموړي پر يادو ادارو غږ وکړ، چې د پوهنې، روغتيا او کرنې په برخه کې دې دغې ولسوالۍ ته خپله پاملرنه زياته کړي.
د شورابک يوه اوسېدونکي باز محمد هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې اوسېدونکي يې د پوهنې او روغتيا په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، د شورابک ولسوالۍ اوسېدونکي روغتيايي اسانتياوې نه لري، چې کله په کور کې ناروغ پيدا شي، نو مجبور دي، چې سپين بولدک ولسوالۍ او يا هم د کندهار ښار ته يې ورسوي، چې تر هغه ځايه ډېر زيات واټن دى.
نوموړى وايي، د ولسوالۍ د اوسېدونکو ماشومان له زده کړې بې برخې او ښوونځي نه لري؛ ځکه خو ګڼ ماشومان په جوماتونو کې لومړنۍ زده کړې کوي.
شورابک د کندهار ښار سوېل ختيځ لوري ته د ٢٠٠ کيلومتره په واټن کې پرته ولسوالۍ ده او له ګاونډي هېواد پاکستان سره ١١٠ کيلومتره ګډه پوله لري.










