منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د يوه ملي سوداګر له خوا ديني مدرسه جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د يو ملي سوداګر له خوا د ديني مدرسې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه د سلواغې په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې د حاجي نظام الدين په نوم د يوه ملي سوداګر له خوا د ٤٥٠زره ډالرو په مالي لګښـت نن د يوې دينې مدرسې چارې بشپړې شوې.

د هغه په وينا، دغه مدرسه د همدغه سوداګر پر څلور جريبه شخصي ځمکه جوړه شوې، چې يو لوى جومات هم لري.

نوموړي وويل، چې ياده ديني مدرسه په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې ٢٤ درسي خوني او د ٢٠٠ زده کوونکي لپاره شپه غالۍ هم لري.

خيرخواه وايي، چې په جوړه شوې مدرسه کې به ټول اسلامي فنون او د احاديثو لويه دوره هم ترسره کېږي.

ياد سوداګر حاجي نظام الدين پژواک اژانس ته وويل، چې دى د افغانستان او ننګرهار ولايت د سوداګرۍ د خونو غړيتوب لري او ياده ديني مدرسه يې په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده.

د ده په وينا، په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د دغې مدرسې د درېيم پوړ چارې هم پيل کړي، چې ١٥٠زره ډالر لګښت پرې راځي.

نوموړي وويل، چې د دغې دينې مدرسې له جوړولو څخه يې موخه په هېواد کې د ديني زده کړو دودول او پرديو هېوادونو ته د دينې زده کړې په موخه د ماشومانو او ځوانانو له لېږلو څخه مخنيوى دى.

دى وايي، چې په دې مدرسه کې يې د طالبانو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې هم برابرې کړې او د هندوستان د دېوبند مدرسې او د مصر له الازهر پوهنتون سره به نېغې اړيکې لري.

نظام الدين زياته کړه: ((نه غواړم چې نور زموږ افغان طالبان خپل هېواد ته د ځانمرګو واسکټونه او چاودېدونکي توکي راوړي.))

د يادې مدرسې مهتمم مفتي قلم الدين پژواک اژانس ته وويل، چې اوس مهال په دې مدرسه کې ٣٨٠ طالبان پر زده کړو بوخت دي، چې اتيا يې له نورو ولايتونو څخه دي او همالته ليليه دي.

د ده په خبره، د ليليې لګښت هم په خپله ياد سوداګر پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې ده، چې د ننګرهار اړوند د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې هم د ٤زره طالبانو لپاره د يوې لويې ديني مدرسې د جوړېدو چارې روانې دي.