منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

له لسو زياتو ماشومانو د سينه بغل ناروغۍ له امله ساه ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

قلعه نو (پژواک ۲۲سلواغه ٩٠): د سينه بغل ناروغي او سختې يخنۍ په بادغيس کې له لسو تنو څخه د زياتو کسانو ژوند اخيستى او يو شمېر نور يې په دې ناروغۍ اخته کړي دي. 

 د بادغيس ولايت د عامې روغتيا رياست سلاکار ډاکټر عبدالخالد راسخ، پژواک خبري اژانس ته وويل، د واورې د ورښت او سړې هوا له پيله تراوسه، په تېرو دوو اونيو کې تر لسو زياتو ماشومانو ساه ورکړې ده، چې اته يې نجونې دي.

 د ده په وينا، دغو ماشومانو د سينه بغل په ناروغۍ د اخته کېدو له امله په ليرې پرتو کليو کې ساه ورکړې او يو شمېر نور هم په دې ناروغې اخته شوي دي.

 راسخ زياته کړه، چې تراوسه پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېره په لاس کې نه لري او په دې اړه د دوى څېړنې روانې دي.

 سرچينې د ماشومانو د له منځه تللو اصلي لامل، د هغوى د مور او پلار نه پاملرنه او د لارو  بندېدل وښودل او زياته يې کړه: ((کلينيک او مرکزي روغتون ته د ماشومانو ناوخته رارسېدل، د دې ماشومانو د مړينې سبب شوي دي.))

 هغه همدارنګه د ترانسپورټي لارو د تړل کېدو لوري ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې مور او پلار نه شي کولاى د لارو د بندېدو له امله خپل ماشومان په ټاکلي وخت کلينيک ته راورسوي.

 د اب کمري ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمداصف، چې خپل شپږ مياشتنى ماشوم يې له لاسه ورکړى، پژواک ته وويل چې ماشوم يې د ده د سستۍ او تنبلي له امله له منځه تللى دى.

 هغه زياته کړه: «ماشوم مې درې ورځې د سينه بغل په خاطر په کور کې پروت و او زما زړه و چې د هغه درملنه د کورنيو درملو له لارې وکړم؛ خو هغه مې له لاسه ورکړ.»

 زهرا د قادس ولسوالۍ د بوم درې اوسېدونکې پژواک ته وويل، چې دوه کلن زوى يې د سينه بغل له امله له لاسه ورکړى دى.

 دغې ښځې وويل: «واوره زياته وورېده، د مرکز او کليو ترمنځ لارې بندې شوې، له همدې امله مې ونه شو کولاى خپل ماشوم پر وخت کلینيک ته بوځم.»

 د ده په وينا، د دوى په کلي کې يوه بل ماشوم هم د سينه بغل پر ناروغۍ د اخته کېدو له امله ساه ورکړې ده.