باميان (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د باميانو والي ډاکټر حبيبه سرابي وايي چې په ښار او ځينو ولسواليو کې ٣٠زره کورنۍ د څښلو د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
نوموړې دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٢مه، د ولايت په مقام کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغې زياته کړه، چې د ولايت په مرکزي ښار او د ځينو ولسواليو شاوخوا ٢٤٢ کلي، چې ټول نږدې ٣٠زره کورنۍ کېږي، د څښلو د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د نوموړې په وينا، د اوبو د کموالي له امله د دې سيمو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
ډاکټر سرابي وويل چې بېړنيو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې، دې ولايت لپاره يواځې درې ميليونه افغانۍ ځانګړې کړي او که چېرې دا پيسې د څښلو د پاکو اوبو پيدا کولو په برخه کې ولګول شي، نو يواځې د پنځو کليو ستونزې هوارولى شي.
د باميانو والي وايي، چې په دې ولايت کې مېشتو مرستندويو موسسو او د نيوزيلينډ هېواد ولايتي بيارغونې ډلې هم د اوبو په برخه کې کوم پروګرام نه دى پلی کړى.
نوموړې له نړيوالو مرستندويو ټولنو او مرکزي دولت څخه وغوښتل، چې د دې ستونزې د هوارولو لپاره جدي اقدامات وکړي، څو د ماشومانو او سپين ږيرو د مړينې مخه ونيول شي.
د هغې په وينا، په دې سخته يخنۍ، واورو او يخک کې ماشومان له لرې سيمو څخه د اوبو راوړلو ته اړ شوي دي.
ډاکټر حبيبه سرابي وايي چې په پنجاب ولسوالۍ کې ٤٣، په سيغان کې ٥، په مرکز کې ٤١، په ورس کې ٦٨ او په يکاولنګ ولسوالۍ کې ٦٤ کلي له دې ستونزو سره مخ دي.
په باميانو ولايت کې له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارو د دارالانشاء مرستيال محمد اسلم صياد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى اداره د اوبو د ستونزې د هواري مسووليت په غاړه نه لري.
د هغه په وينا، کومې پيسې چې دې ولايت لپاره ځانګړې شوې دي، هغه د بېړنيو حالاتو لپاره دي، چې په هغه مهال کې به ولګول شي.
نوموړي زياته کړه، چې د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو مسووليت د کليو د پراختيا وزارت پورې تړاو لري او هغوى بايد په دې برخه کې اقدامات وکړي.
د باميانو د کليو د پراختيا رييس محمد يونوس باصر پژواک اژانس ته وويل، چې د اوبو ستونزه دومره زياته هم نه ده، څومره يې چې چارواکي اټکل کوي.
خو نوموړي هم وويل، چې يواځې د دې د رياست په بوديجې دا ستونزه نه هوارېږي؛ نورې مرستندويه موسسې هم بايد په دې برخه کې مرسته وکړي.









