Language

دکونړ د مرکزي روزنتون ودانۍ جوړه شوه

اسعداباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د کونړ د مرکزي روزنتون ودانۍ د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې په ٢٣٧زره امريکايي ډالره مرسته جوړه شوه.

د کونړ د کار او ټولنيزو چارو مشر مولوي عطاءالله نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه دوه پوړيزه ودانۍ چې  ١٦خونې لري، په تېرو ١٦ مياشتو کې جوړه شوې ده.

نوري وايي، په دغه روزنتون کې درې سوه پنځوس يتيم زده کوونکي له لومړي تر نهم ټولګي پورې ديني او عصري  زده کړه کوي، چې په راتلونکي کال کې به يې سلو تنو ته ليليه هم ورکړل شي.

تر اوسه دې روزنتون په يوه زړه ودانۍ کې فعاليت کاوه.

د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت معين واصل نورمهمند، د ودانۍ د پرانيستې په غونډه کې د دې پروژې پر بشپړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې د دې روزنتون د خوړنځي او پخلنځي لپاره به د اړتيا وړ عصري وسايل برابر کړي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په ټول هېواد کې ٧٠ روزنتونونه دي چې له ١٦زرو نه په کې د زياتو يتيمانو پالنه کېږي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وويل، ولايتي اداره چمتو ده چې د يتيمانو د پالنې لپاره د دې وزارت د هر ډول پلان په پلي کولو کې مرسته وکړي.

 

Related Topics