کابل ښار (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): پنځه پنځوس افغان ماشومان چې د درملنې لپاره المان ته استول شوي وو، نن هېواد ته راستانه شول او اټکل کېږي، څو ٦٧ نور ماشومان د درملنې لپاره د شنبې پر ورځ (د سلواغې ٢٩مه) المان ته واستول شي.
دا مطلب د افغاني سرې مياشتې ټولنې د عامه اړيکو او رسنيو مسوول محمد سليم وردګ، نن پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.
د المان د سولې کلى په ١٣٦٧ کال کې رامنځ ته شو، په هرو شپږو مياشتو کې د الماني ډاکټرانو له خوا د افغاني سرې مياشتې په همکارۍ د هډوکو او سوځېدو په ناروغيو اخته ماشومان، چې درملنه يې په افغانستان کې شونې نه ده، ټاکل کېږي او د درملنې لپاره المان ته استول کېږي.
د دې مرستندوى بنسټ وياند وليد اکبر سروري وويل، چې د ياد شوي کلي او د سرې مياشتې د ټولنې په ګډه همکارۍ د روان کال په زمري مياشت کې ٦٨ افغان ماشومان د درملنې لپاره المان ته استول شوي وو.
د هغه په وينا، د يادو ماشومانو له ډلې څخه ١٣يې په المان کې له لنډې مودې تم کېدو وروسته، هېواد ته راستانه شول او پاتې ٥٥ نور يې نن روغ رمټ کابل ته راغلل.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې ماشومانو د پاسپورټونو لګښت د افغاني سرې مياشتې د ټولنې له لوري او د درملنې ډېرى اسانتياوې يې د المان د سولې د کلي له خوا برابرې شوې وې.
د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د معلوماتو پربنسټ، د المان د سولې کلى له تېرو ١٩ کلونو راهيسې له دې ټولنې سره همکاري لري او له١١ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو، چې د هډوکو د ماتېدو او ژورو سوځېدو پر ناروغيو اخته وي، په المان کې يې درملنه کوي.
د يادې ټولنې د وياند په خبره، په دې موده کې شاوخوا ٥زره افغان ماشومان د المان د سولې کلي په همکارۍ تداوي شوي دي.









