منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د (سيرت ستوري) سياليو ته ١٣زرو تنو نوم ليکنه کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٧ سلواغې ٩٠): په کابل کې د حضرت محمد(ص) د (سيرت ستوري) درېيم پړاو سياليو ته شاوخوا ١٣زره کسانو خپل نومونه وليکل، چې د تېر پړاو په پرتله درې برابره زياتوالى ښيي.

په دې سياليو کې چې د کابل د وزير محمد اکبرخان د جامع جومات له لوري پر لاره اچول کېږي، د مرکز او ولايتونو اوسېدونکي ګډون کوي.

د وزير محمداکبرخان د جامع جومات د کلتوري کمېټې مشر قاري عبدالمبين ماهر، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې سياليو څخه موخه د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد(ص) له سيرت سره د ځوانانو لا ډېر اشنا کېدل دي.

د ده په وينا، د دې سياليو لپاره د شاوخوا ٣٥ سلنه نجونو په ګډون هغو ١٣٠٠٠ تنو نومونه ليکلي، چې د سياليو د ټاکل شوي معيار له مخې، له ١٦ کلونو ټيټ عمر نه لري او لږ تر لږه تر اتم ټولګي يې زده کړې کړې دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، تېره شنبې پيل شوې دغې نوم ليکنه کې د سيالۍ ګډونوالو ته د محمد(ص) د سيرت اړوند ١٠٣ پوښتنې په ليکلې بڼه ورکړل شوې دي.

دى وايي، چې ګډونوال بايد تر راتلونکې پنجشنبې په خپلو کورونو کې دغه پوښتنې حل او د وزير محمد اکبرخان جومات کلتوري کمېټې ته تسليم کړي.

هغه زياته کړه، چې د دې پوښتنو ځوابونه د شل کسيزې کمېټې له خوا په لسو ورځو کې کتل کېږي او هغه کسان د سيالۍ بل پړاو ته لار مومي، چې ټولې پوښتنې يې حل کړې وي.

د ده په وينا، د دويم پړاو سيالۍ له ګډونوالو څخه د موظفو استادانو له خوا په ټاکلي ځاى کې په يوه ورځ کې ازموينه اخيستل کېږي او هغه سل تنه درېيم پړاو ته لار مومي، چې تر نور يې ډېرې نومرې ترلاسه کړې وي.

هغه زياته کړه، چې له يادو سلو کسانو څخه د تقريري ازموينې له لارې د سيالۍ د لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکي (د سيرت ستوري) پېژندل کېږي.

د ده د څرګندونو له مخې، لومړى مقام ګټونکي ته صفر کيلومتر لوړ ماډل کرولا موټر ورکوي، د دويم مقام ګټونکي ته د عمرې د دوو حجونو امکانات او د درېيم مقام ګټونکي ته د عمرې د يوه حج امکانات برابروي.

دى وايي چې پاتې نورو ٩٧ تنو ته د سيرت د کتابونو، کمپيوټرونو او د ګرځنده ټېلېفونونو د سيټونو ډالۍ په پام کې نيول شوې دي.

هغه وويل، چې دغه ډالۍ د افغانستان د سوداګرۍ د خونې په مرسته برابرې شوې دي.

د  لوګر اوسېدونکي ٢٨ کلن محمد خالد، چې تر لسم ټولګي زده کړې لري او دې سيالۍ ته يې خپل نوم ليکلى، پژواک خبري اژانس ته وويل، ځکه په دې سياليو کې ونډه اخلي چې له حضرت محمد(ص) سره ډېره مينه لري.

 دى وايي: ((دا مې هيله او ارمان دى، چې د حضرت محمد(ص) د سيرت ستورى شم.))

د کابل ښار اوسېدونکي ٢٣ کلن محمد شفيع نېکزاد، چې له دولسم ټولګي فارغ شوى، هم دې سيالۍ ته نوم ليکنه کړې ده.

 هغه وويل، ډېر خوښ دى چې د سيرت النبي(ص) په سيالۍ کې برخه اخلي او په دې سيالۍ کې پر خپل ګډون وياړي.

هغه وايي: ((دا د هرچا مسووليت دى چې د خپل پيغمبر له سيرت سره اشنايي ولري او زه هم غواړم، چې د خپل ګران پيغمبر له سيرت نه ځان ښه خبر کړم.))

تر دې وړاندې د وزير محمداکبر خان د جومات له خوا د سيرت د ستوري دوې سيالۍ تر سره شوې دي.

قاري عبدالمبين ماهر وايي، چې تېر کال د دې سياليو په دويم پړاو کې ٤٥٠٠ تنو، چې ٤٠ سلنه يې نجونې وې، ګډون کړى وو او د لومړي مقام ګټونکي ته يې، چې عبدالظاهر نومېده، ٢٠١١ ماډل کرولا موټر ورکړل شو.

  دى وايي، چې د دويم او درېيم مقام ګټونکې نجونې وې، چې هرې يوې ته يې د دوو عمرو امکانات برابر کړل.

ده وويل چې د دې پړاو د سياليو  پاتې ٥٧ نورو کسانو ته د سيرت کتابونه، کمپيوټرونه او د ګرځنده ټېلېفونونو سيټونه ورکړل شول.

 د هغه د معلوماتو له مخې، د دې دورې ډالۍ هم د سوداګرې د خونې په مرسته برابرې شوې وې.

سرچينه زياتوي چې لومړى پړاو سيالۍ په  ١٣٨٨ کال د ٢٥٠٠ تنو په ګډون، چې ٣٠ سلنه يې نجونې وې، تر سره شوې.

دى وايي، چې په دې سياليو کې د سيرت د درېيو ستورو په ګډون ١٢ تنو ته، چې درې يې نجونې وې، ډالۍ ورکړل شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ډاليو کې د لومړي مقام لپاره يو کمپيوټر او نورو ته د سيرت کتابونه او د ګرځنده ټېلېفونونو سيټونه، چې د همدې جومات له خوا برابر شوي وو، ورکړل شول.