نیلي (پژواک دکب لومړۍ نېټه،٩٠): نهه تنه د سينه بغل او په تنفسي ناروغيو داخته کېدو له امله په دايکنډي ولايت کې سا ورکړې او يوتن هم د واورې د ښوېيدنې له امله مړ شوى دى.
دغو کسانو په داسې حال کې خپله ساه ورکړې ده، چې ددايکنډي ولايت په بندر او خدير ولسواليو کې دېرش دوکانونه او١٤ داستوګني کورونه د واورو ښوېيدنې لاندې کړي او پنځه تنه نور له برف کوچ څخه ژوندي را وېستل شوي دي.
شيرجان محمدي، دبندر ولسوال نن د (کب په لومړۍ نېټه ) پژواک خبري آژانس ته وويل چې نهه تنه ډېر عمر لرونکي کسان دسينه بغل اودتنفسي ناروغيو له امله په تېرو درېيو ورځو کې مړه شوي دي.
دده په وينا، ددغو کسانوعمرونه له ٥٥ څخه تر اويا کلونو پورې وو او ددې ولسوالۍ په سنګ تخت کلي کې دلارې دبندښت له امله کلينيک ته نه دي لېږدول شوي اوتلف شوي دي.
دده په وينا ، ددې ولسوالۍ په بازار کې هم نږدې دېرش دوکانونه تېره ورځ تر برف کوچ لاندې شول.
محمدي وويل چې په دې بازار کې هم پنځه تنه تر برفکوچ لاندې شوي و، چې دخلکو په همکارۍ را ووېستل شول .
دبندر ولسوال وويل چې دسنګ تخت په سيمه کې ديوه بل برف کوچ له امله پنځه د استوګنې کورونه ترواورې لاندې شوي، خوله دې امله ، چې ددې کورونو اوسېدونکو ته له مخکې خبردارۍ ورکړل شوى و ، هغوى خپل کورونه مخکې له مخکې پرې اېښي وو.
په همدې حال کې د دايکنډي ولايت له طبيعي پېښو سره دمبارزې رييس رضا صادقي ددې پېښو په منلو سره پژواک ته وويل چې دبندر ولسوالۍ د دروب په کلي کې د واورې ښوېيدنې له امله نهه د استوګنې کورونه تر واورو لاندې شول.
دده په وينا، دا برف کوچ پرون ماښام راغلى و، خو ددې کورونو اوسېدونکو تر دې مخکې خپل کورونه پرې اېښې وو او چاته زيان نه دى رسېدلى .
همدارنګه دخدير ولسوال عبدالقادر حیدري پژواک خبري آژانس ته وويل چې ددې ولسوالۍ د دولتخو په کلي کې يوتن مړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې دغه برف کوچ پرون هغه وخت راغى ، چې خلک دکارېز په پاکونه بوخت وو او په نتيجه کې يې يوتن مړ شو.
د دايکنډي ولايت د ولايتي شورا غړي هادي رحيمي زاده دبندر اوخدير په ولسواليو کې دغه پېښې تاييد کړې او ويلي يې دي ، چې له ولايت سره په همغږۍ کې په پام کې لري ، چې دواورې د اورښت تر درېدو وروسته دغو سيمو ته سيارې ډلې واستوي.










