فيض اباد (پژواک ٢ کب ٩٠): په بدخشان ولايت کې لس ماشومان د سينه بغل ناروغې له امله په ياوان ولسوالۍ او دوه سوه څاروي د وښو د نه شتون له امله د راغستان په ولسوالۍ کې له منځه تللي دي.
دغه خبره د بدخشان دعامې روغتيا د رياست سرپرست ډاکتر نورمحمد خاوري نن (د کب دويمه) نېټه پژواک ته وکړه.
هغه زياته کړه، چې په تېرو دريو ورځو کې لس ماشومانو د ياوان ولسوالۍ په درنګ کلي کې د سينه بغل ناروغۍ له امله ساه ورکړه او همدارنګه لسګونه نور ماشومان پخ دې سيمه کې په سينه بغل او پر نورو طرق تنفسي ناروغيو اخته دي.
خاوري زياته کړه، چې د کف (د افغان کورنيو ساتنې) موسسې يو روغتيايي ټيم، چې د دغه ولايت په ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مسؤوليت لري، سيمې ته استول شوى دى.
د کف موسسې مسؤول ډاکتر فريد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې موسسې روغتيايي ټيم له آسونو څخه په ګټې اخيستنې، پلي مزل او حتي د رسۍ په کارولو سره له واورو ډکو درو څخه اوښتى او د درنګ کلي ته رسېدلى دى.
نوموړي د ماشومانو د مړينې لامل د درنې واورې اورېدل وګڼل او ويې ويل، چې د دې سيمې خلک نه شي کولاى له کورونو څخه را ووځي، ځکه د واورې لوړوالى تر دريو مترو پورې رسېدلى دى.
په همدې حال کې د بدخشان د ولايتي شورا غړي احمد جاويد ومنله، چې په دې سيمه کې وضعيت سخت دى او څرګنده يې کړه، چې په تېرو دريو ورځو کې د درنې واورې اورېدو په ياوان او راغستان کې دوام درلود.
هغه زياته کړه، چې د درنګ په کلي کې ١١ ماشومان د سينه بغل د ناروغۍ له امله مړه شوي او لس ګونه نور په دغه مرض اخته دي، همدارنګه په تېرو دريو ورځو کې دوه سوه څاروي له لوږې څخه د راغستان په ولسوالۍ کې تلف شوي دي.
د بدخشان د ولايتي شورا دغه غړي وويل، چې يو شمېر مالداران د وښو د نه شتون له امله، خپل خره وژني او په ګودالونو کې يې غورځوي.
لس ماشومان په داسې حال کې د درنګ په کلي کې د سينه بغل له امله تلف شوي، چې لس ګونه نور ماشومان هم د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د سينه بغل له امله مړه شوي دي.










