کابل (پژواک ٤ کب ٩٠): په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه په کابل کې دوه سوه بستريز مرکز جوړ شو.
ياد شوى دولتي مرکز د کابل ښار د جنګلګ په سيمه کې د عامې روغتيا د سرپرست وزيرې ډاکتر ثريا دليل او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل له خوا نن پرانيستل شو.
د عامې روغتيا وزيرې وويل، چې په تېرو دريو مياشتو کې د دغه مرکز د ودانۍ په بيارغونه او اړينو وسايلو ٢٩٠زره ډالره لګښت راغلى او دغه پيسې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبازرې او ماليې وزارتونو ورکړې دي.
د دليل د معلوماتو له مخې، دمګړې په کابل ښار کې ١٧٠٠په نشه يي توکو روږدي کسان شته، چې د اوسېدو ځاى نه لري او د هېواد امنيت يي له ګواښ سره مخ کړى دى.
دليل وويل، چې په دغه دوه سوه بستريز مرکز کې د درملنې لپاره هغو کسانو ته لومړيتوب ورکول کېږي، چې په زرقي ډول له نشه يي توکو کار اخلي.
د دې په وينا، يو تن نشه يي بايد د درملنې په موخه يوه مياشت په روغتون کې بستر او پنځه مياشتې په کور کې د ډاکتر له هدايت سره سم درمل واخلي.
د دې په وينا، تر درملنې وروسته ياد کسان د ټولنيزو چارو وزارت له لوري د حرفوي زده کړو کورسونو ته معرفي کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کابل کې د دغه مرکز په جوړېدو سره د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو شمېر ١١ ته ورسېد، چې د ٥٠٠ تنو د بستر وړتيا لري.
هغه وايي، چې په ټول هېواد کې د دغو مرکزونو شمېر ٦٥ ته رسېدلى دى.
په دې غونډه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وويل، چې دغه مهال شاوخوا يو ميليون افغانان په نشه يي توکو روږدي دي.
مقبل وويل، چې له څو نورو وزارتونو سره يي خبرې کړې، ترڅو په راتلونکي کال کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر نيمايي ته را ټيټ کړي، خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
مقبل زياته کړه، چې په سيمه کې ١٠ميليونه انسانان په نشه يي توکو اخته دي او دغه کار د دې لامل شوى، چې افغان بزګر د نشه يي توکو کرلو ته وهڅول شي.
هغه زياته کړه، چې د نشه توکو د له منځه وړلو په موخه بايد په نړيواله کچه مبارزه وشي.
د مقبل په وينا، دغه وزارت هڅه کوي، چې په پنځو کلونو کې د اوس په پرتله نيم په نيمه د نشه توکو کښت او قاچاق کم کړي.
ده وويل، چې ٩٥سلنه نشه يي توکي د هېواد په هغو سيمو کې کرل کېږي، چې امنيتي حالات يې سم نه دي.
په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي او د دې جرګې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمېسيون مرستيال شاه عبدالاحد افضلي وويل، چې افغانان يواځې د نشه يي توکو کښت کوي، قاچاق يي د بهرنيانو په وسيله ترسره کېږي.
افضلي زياته کړه: ((دغه بهرنيان، چې زموږ د امنيت لپاره راغلي، همدوى هم د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.))
د هغه په وينا، تر هغو چې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونه نيول شي، په هېواد کې به يې کښت کچه هم ټيټه نه شي.
د ده د معلوماتو له مخې، په ټوليزه بهرنيان په کال کې ٧٦ميليارده ډالره د نشه يي توکو له قاچاق څخه ګټه ترلاسه کوي، چې يواځې پنځه سلنه يې په افغانانو پورې اړه لري.
ده هم ټينګار وکړ، چې په نړيواله کچه بايد د نشه يي توکو د کښت او ترافيک مخه ونيول شي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړې د هېواد په ١٧ ولايتونو کې د نشه توکو د کښت کچه صفر شوې ده او په پنځو نورو کې د صفر کېدو په حال کې ده.










