غزني ښار (پژواک ٦ کب ٩٠): د غزني چارواکي وايي چې د ٢٠١٣ زېږديز کال لپاره به د رغونې په چارو کې راتلونکى لمريز کال شل ميليونه ډالر په غزني کې ولګول شي.
نن (د کب ٦مه) په غزني ولايت کې د لسګونو ودانيزو شرکتونو استازو ته د هغو کوچنيو او لويو پرمختيايي پروژو نوملړ د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان شو، چې په ١٣٩١لمريز کال کې پلې کېږي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده هغه پروژې اعلان کړې، چې د ٢٠١٣ کال لپاره د چمتووالي په موخه به يې نږدې يوه مياشت وروسته کار پيل شي.
والي وويل چې تر ټولو لويه پرمختيايي پروژه د اسلامي ثقافت مرکز دى، چې شاوخوا ١٧ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
د هغه په وينا، د اسلامي ثقافت په مرکز کې څو ودانۍ جوړېږي، چې په کې جامع جومات، مېلمستون، سرپټى بازار، د کان پېژندنې پوهنځي ودانۍ، جمنازيوم، لوبغالى، سړکونه، تفريحي سيمه او پارک شامل دي.
د والي په خبره، د اسلامي ثقافت د مرکز لپاره سږ کال د ماليې وزارت د ولسمشر کرزي په حکم لس ميليونه امريکايي ډالر بېل کړي او دغه راز لس ميليونه ډالر تېر کال په پام کې نيول شوي وو، چې د غزني په پروژو به لګول کېږي.
د دې تر څنګ والي د ولايتي بيارغونې د پولنډي او امريکايي ډلو له لوري په دې کال کې په ګډه د لسو ميليونو ډالرو د لګېدو خبر هم ورکړ.
نوموړي زياته کړه، چې د پي ار ټي د ډلو له لوري به تر دېرشو پورې پرمختيايي پروژې پلې شي، چې ډېرى به يې په مرکز کې وي.
د ولايتي بيارغونې لس ميليونه ډالره، چې اووه ميليونه يې پولنډ او درې ميليونه يې امريکا ورکوي، په سړکونو، ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو او روزنيزو پروګرامونو ولګول شي.
په غونډه کې د پولنډ پي ار ټي مرستيال شبيلسکي (CHABIELSKI) په غزني کې د مرکز او ولسواليو په ګډون پر ١٥ پراختيايي پروژو د اووه ميليونه امريکايي ډالرو د لګېدو خبر ورکړ.
هغه زياته کړه چې د پولنډ تر څنګ امريکا هم غواړي، د غزني په مرکز او ولسواليو کې په ١٥ پروژو درې ميليونه ډالر ولګوي.
د ده په وينا، پولنډ په غزني کې له ٢٠٠٨ کال راهيسې د ٢٠١١ تر پايه پر پرمختيايي پروژو اتلس ميليونه ډالر لګولي دي.
د غزني والي وويل چې دغه غونډه يې په دې موخه رابللې وه، چې د پروژو په کار کې روڼوالى راشي او له بډو اخيستو او اړيکو پرته له شرکتونو سره قرادادونه وشي.
په پام کې ده، چې د ټولو پرمختيايي پروژو کار يوه مياشت وروسته پيل او د نوي لمريز کال تر پايه بشپړ شي.
خلک هم د دې پروګرام هرکلى کوي او غواړي، چې هم د پروژو په کار کې روڼوالى وي او هم د ٢٠١٣ کال لپاره د پروژو د پلي کېدو کار چټک شي.
د غزني يوه قومي مشر معلم عبدالرزاق پژواک اژانس ته وويل، چې غزني په ٢٠٠٧ کال د اسلامي فرهنګ او تمدن د پلازمېنې په نوم اعلان شو؛ خو په تېره پنځه کلنه موده کې هېڅ کار ونه شو.
دى وايي: ((تر ٢٠١٣ کال پورې موده ډېره لږه ده، نو بايد په چټکۍ کار وشي، خو ښه او اساسي کار وشي.))
په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې قرارداد کوونکي شرکتونه بايد يوه پروژه واخلي، ترڅو په کار کې نيمګړتيا او ځنډ رامنځ ته نه شي.










