منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

· ۷ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

 کابل ښار (پژواک ٧ کب ٩٠): نن د کابل چاپ ګڼو ورځپاڼو د قران کريم د سوځونې په غبرګون کې د خلکو له خوا راپورته شوي تاوتريخوالو ته کتنه کړې او د دغې موضوع بېلابېل اړخونه يې څېړلي دي، خو ولسي جرګې ته د راتلونکي مالي کال د بودجې وړاندې کول او له ولسي جرګې څخه د باور رايې اخيستو په موخه د ورپېژندل شوو کانديد وزيرانو موضوع هم د څو ورځپاڼو له خوا څېړل شوې ده.

 

د ارادې ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې تر دغه سرليک لاندې، چې ((څه بايد وکړو؟)) د بهرنيو سرتېرو له خوا قران کريم ته د سپکاوي او د هغې پر وړاندې د خلکو له تاوتريخوالي ډک غبرګونونه څېړلي دي او د خلکو او شنونکو د نظرياتو په استناد يې ليکلي دي، چې اسلامي سپېڅلتياوو او په تېره قران کريم ته سپکاوى، د هغو کړيو له خوا، چې د ورځپاڼې په خبره، په افغانستان کې خپل لاسوهونکي سياست ته دوام ورکوي، يو منظم او شمېرل شوى حرکت دى.

 

د ارادې ورځپاڼه همدارنګه په دغه اند ده، چې ولس په خپل هېواد کې د دې ډول حرکتونو او جنايتونو له دوام څخه اندېښمن دى او له امريکايي او ناټو چارواکو غواړي، چې داسې لارې چارې ولټوي، ترڅو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو له تکرار څخه مخنيوى وشي.

 

په همدې بڼه د ماندګار ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي خو دغه ورځپاڼه بيا نېغ په نېغه د دې پېښې تر شا د پاکستان او د هغه هېواد د استخباراتي ادارې ( اى. اېس. اى) لاس ته اشاره کوي او په دې اند ده، چې د پاکستان استخباراتي سازمان هڅه کوي، ترڅو د خلکو له پاکو احساساتو او روان حالت څخه په ګټې اخيستنې سره، خپل ښکار وکړي.

 

ماندګار ورځپاڼه ليکي، چې بايد امريکايان خپل غبرګون له يوازې معذرت غوښتنې څخه پورته يوسي او ژر تر ژره بايد هغه کسان، چې قران کريم ته يې سپکاوى کړى دى، مجازات کړي، تر څو دغه غبرګونونو او اعتراضونو ته د پاى ټکى کېښودل شي.

 

د ملي ارمان ورځپاڼه هم له اوسني وضعيت څخه د بلواګرو له استفادې څخه د مخنيوي غوښتنه کوي او په دې اند ده، چې د اعتراض په بهانه بايد خپل نور ارزښتونه نا ليدلي وګڼو او له ازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړو.

 

ملي ارمان ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې که چېرې امريکايان غلطي کوي او قران ته اور ورته کوي، نو موږ بايد په دې بهانه خپلو کورونو ته اور ورته نه کړو.

 

د ويسا ورځپاڼه هم د بهرنيو سرتېرو د دغه اقدام پر وړاندې د خلکو له تاوتريخوالي ډک غبرګونونه او دې ته ورته نړيوالې پېښې څېړي او ليکي، واقعيت دا دى، چې همدغو كړو وړو، چې د ورځپاڼې په خبره ښايي د عيسوي نړۍ ډېرى برخه خلك ورسره همغږي هم نه وي، د اسلامي او غير اسلامي نړۍ ترمنځ د بيلتون او دښمنۍ كرښې كش كړې دي.

 

ويسا ورځپاڼه په دې اند ده، چې امريکا د دې پېښې نېغ په نېغه مسووليت پر غاړه لري او ليکي، چې زموږ باور دى، چې كه امريكا د دې پېښې عاملين د مجرمينو په حيث وپېژني او سزا وركړي، نه به بيا داسې پېښې تكرار شي او نه به د اسلامي او غير اسلامي نړۍ ترمنځ د كركو او دښمنيو څپې داسې اوج ته ورسېږي چې ډېر ځلې عادي ژوند له لويو ستونزو سره مخ كړي.

 

د ملي باور ورځپاڼه هم په دې اند ده، چې اسلام ته سپکاوى، يوازې افغانانو او مسلمانانو ته زيان نه دى اړولى، بلکې بهرنيان هم له دې پېښې زيانمن شوي او په دې اړه په ننګرهار ولايت کې د دوو امريکايي سرتېرو وژل کېدو او همدارنګه په کورنيو چارو وزارت کې د وژل شوو بهرنيانو سلاکارانو وژل کېدو ته او همدارنګه د بهرنيو سفارتونو او بهرنيو موسسو تړل کېدو ته هم اشاره لري او دا ټول د بهرنيانو د زيانمن کېدو نښې ګڼي.

 

ملي باور ورځپاڼه هم د نورو ورځپاڼو په څېر په دې اند ده، چې په دې اړه يوازې د امريکايي چارواکو له خوا د بښنې غوښتنه بس نه ده او بايد د بگرام د پېښې عاملين د خلکو پر وړاندې د اسلامي قوانينو له مخې محاکمه شي او په افغانستان کې مېشت امريکايي او نور بهرني پوځيان بايد د دې ضمانت ورکړي، چې په راتلونکي کې به دا ډول کړنې نه تکرارېږي.

 

 د سرنوشت ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې د افغانانو او لوېديځوالو ترمنځ د باور بحران  ته اشاره لري او په دې نظر ده، چې امريکا د افغانانو او نړيوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ فضا په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبولى دى.

 

سرنوشت وړاندې ليکي، چې که امريکا هر څومره ټينګار کوي، چې دا تېروتنې دي او زموږ د پاليسۍ څرګندونه نه کوي، خو عيني واقعيت ښيي، چې د امريکا دغه خطرناک ګامونه شعوري او پلان شوي دي.

 

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې تر اوسه ټول شواهد داسې دي، چې د بې باورۍ دغه بحران لوېديځ پنځولى او د دغه بحران د له منځه وړو لپاره هم د لوېديځ او په ځانګړي ډول د امريکا ګامونه کارنده رول لوبولاى شي.

 

د انيس او اصلاح دولتي ورځپاڼو هم ورته موضوع څېړلې ده، انيس ورځپاڼه د ارامتيا او سوله ييزې فضا ساتنه د ستونزو د څېړنې لپاره غوره لار ګڼي او د څو تېرو ورځو د غبرګونونو او تاوتريخ والي موضوع ته په اشارې سره پدې نظر ده، چې د بګرام وروستۍ پېښه، په هېواد کې د سولې او مفاهمې د فضا له ګرمېدو سره پر يوه وخت رامنځ ته شوه.

 

 همدارنګه اصلاح ورځپاڼه هم د خلکو په لاريونونو او غبرګونونو کې د پردې تر شا د بهرنيو لاسونو شتون ته اشاره کړې او له خلکو او امنيتي ځواکونو غواړي ترڅو بلوا ګرو ته اجازه ورنه کړي، چې د خلکو له احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

 

د وحدت ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې د راتلونکي کال د بودجې په طرحه کې د توازن په پام کې نه نيول او توپيري چلند څېړلى دى او په دې باور ده، چې ولسي جرګې ته د بودجې په وړاندې شوې طرحه کې څو ځانګړو ولايتونو ته ډېره پاملرنه شوې ده او ډېر ولايتونه او سيمې له پراختيايي او بنسټيزو پروګرامونو څخه محروم ګرځول شوي دي.

 

دغه ورځپاڼه، چې د حاجي محمد محقق ترمشرۍ لاندې د اسلامي وحدت ګوند د نظرياتو رسمي خپرندويه ده، ليکي، چې هر کال د بودجې په طرحه کې تبعيض، توکم پالنه او نه توازن شتون لري او پر دولتي بودجې سربېره د نړيوالې ټولنې مرستې هم ځانګړو سيمو ته لېږدول کېږي او د ورځپاڼې په خبره، د هېواد ډېرې وروسته پاتې او محرومې سيمې د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت له پراختيايي پروګرامونو څخه بې بهرې پاتې کېږي.

 

د وحدت ورځپاڼه د افغانستان له مرکزي او شمالي سيمو يادونه کوي او په دې اند ده، چې په دغو سيمو کې د پانګې اچونې او بنسټيزو پروژو لپاره تر ټولو غوره ظرفيتونه شته، چې په دې موده کې هغې ته پاملرنه نه ده شوې.

 

خو د محور ورځپاڼه بيا د افغان حکومت د بودجې طرحې بل اړخ ته اشاره لري او په دې نظر ده، چې د اړتياوو په پام کې نيولو سره بايد دغه بودجه ټوله مصرف شي، خو د ورځپاڼې په خبره له بده مرغه په افغانستان کې په دې اړه د تېرو کلونو تجربې خواشينونکې دي.

 

 محور ورځپاڼه د بودجې د نه لګښت پړه پر وزيرانو اچوي او له پارلمان څخه غواړي، ترڅو وزراوو ته د باور رايې د ورکړې په لړ کې د هغوى کاري وړتياوې په پام کې ونيسي او همدارنګه دغه ورځپاڼه د ولسي جرګې او ماليي وزارت له خوا د يوه داسې عملي ميکانيزم د جوړښټ غوښتونکې ده، چې وکولاى شي د وزارتونو د بودجې د نه لګښت څخه مخنيوى وکړي.

 

د هشت صبح ورځپاڼې په سيمه کې د امريکا ستراتيژيکو موخو ته د پاکستان له خوا متوجه ګواښ څېړلى دى او په سيمه په تېره بيا په افغانستان کې له امريکا سره د پاکستان د کړنو د ارزونې په ترڅ کې په دې اند ده، چې امريکايي چارواکي ظاهراً د پاکستان د لوبو په لومه کې نښتي دي او نه پوهېږي، چې له کومې لارې پاکستان دې ته اړ کړي، ترڅو د حقانې ډلې او طالبانو له خوا د نا امنيو مخه ونيسي.

 

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې د حل د نورو لارو تر څنګ بايد نړيواله ټولنه او په تېره بيا امريکا نور سپين چک پاکستان ته په لاس کې ورنه کړي او بايد له پاکستان سره مرسته له ترهګرۍ سره د دغه هېواد په صادقانه مبارزه پورې مشروط کړي.

 

 او په پاى کې د افغانستان ورځپاڼه ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو ورپېژندل څېړي او په دې اند ده، چې وروسته له دوو کلونو وقفې څخه د ولسمشر له خوا نهه کانديد وزيران ولسي جرګې ته د باور رايې د اخيستو لپاره ور وپېژندل شول، چې د دوى ډېر هغه کسان دي، چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې نه وو منل شوي.

 

دغه ورځپاڼه ليکي، چې د ولسي جرګې وکيلان بايد د دغو کانديد وزيرانو د رد يا تاييد لپاره د افغانستان د خلکو د استازو په څېر عمل وکړي او بايد د يوه قوم، يوه سياسي جريان او يوې کتلې يا يوه شخص د استازو په څېر ځانونه څرګند نه کړي.