منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

چارواکي : د تورخم سړک دويمه ليکه پنځوس سلنه بېرته تخريب شوې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد ( پژواک ١٣ کب ٩٠ ) : د ننګرهار د فوايد عامې رييس وايي، چې د تورخم – جلال اباد لويې لارې دويمه ليکه د درې کلن ځنډ او اورښتونو له امله پنځوس سلنه بېرته ويجاړه شوې ده.

د فوايد عامې رييس فضل ربي وليزي پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل ، وروسته له هغه  چې درې کاله مخکې د پاکستان دولت او سړک جوړونې د ملي ادارې ( NHA ) ترمنځ ددغه سړک دبوديجې ستونزه راولاړه شوه،نو د سړک جوړونې چارې په ټپه ودرېدې.

نوموړي زياته کړه ، چې د تورخم – جلال اباد د ٧٤ کيلو متره سړک ددويمى ليکې چارې، له هغه مهاله  تر اوسه پورې اويا سلنه بشپړې شوې وې .

وليزى وايي ، چې ناسمې څارنې او درې کلنو اورښتونو ددغې لېکې پنځوس سلنه بېرته تخريب کړې ده.

هغه زياته کړه،چې تېره مياشت د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د افغانستان د ماليې او فوايد عامى وزيرانو له سفر وروسته جوته شوه، چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې به يو ځل بيا پر تورخم – جلال اباد سړک کار پيل شي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ،چې داځل به د پاکستان پرېکړه قاطع وي.

د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې، چې اوس مهال په ننګرهار کې څومره سړکونه د پخېدو له پروګرام څخه پاتې دي او ولې د کابل- جلال اباد پر ترانزيټي لارې کار نه پيليږي؟ وويل چې په نوي لمريز کال کې به دجلال اباد- کابل په دويمه برخه هم کار پيل شي.

د هغه په وينا، په ننګرهارکې شپږ سوه اته دېرش کيلو متره سړکونه پاخه شوي او يواځې درې سوه شپاړس کيلومتره له پخېدو پاتې دي ، چي په راتلونکي يوه کال کې به د نازيانو،ده بالا،کوټ او غني خېلو ولسواليو ترمنځ د سړک پخونې چارې بشپړې شي.

د فوايد عامې رييس وويل ، چې سږکال په چپرهار او لعل پورې ولسواليو کي د نږدې لس ميليونه ډالرو په لګښت د دوو پلونو جوړولو چارې بشپړې شوي او تمه ده ، چې د بهسودو د نوي پله د جوړلو چارې به هم ژر پيل شي.

نوموي زياته کړه،د بهسودو د پله، چې ٣٦٠ متره اوږدوالى لري، نوې نقشه يې ترلاسه کړې ، چې له مخې يې په يوه وخت کې له يوې خوا د يوه موټرو د تېرېدو په اندازه سور درلود، خو ولايتي ادارې ځکه دا نقشه بېرته وزارت ته واستوله ، چې له يوې خوا دې د دوو موټرو د تېرېدو په اندازه سور لرونکى  پل جوړ شي.

د هغه په وينا، د پله د ساحې خاوره د لابراتواري معايناتو لپاره استول شوې ده.

انجينر فضل ربي وليزي وويل ، چې د ننګرهار ولايت سړکونه ځکه مخ په خرابيدو دي،چې د بارلرونکو موټرو تګ راتګ پرې  زيات شوى دى.

د هغه په وينا،يواځې دکابل – جلال اباد پر لويه لار په شپه او ورځ کې اوه زره او پنځه سوه  بېلابېل ډول موټر تېريږي، چې دغه کچه څو کاله مخکې پنځلس سوه موټره وه.

نوموړى د سړک د خرابېدو بل لامل د ناټو ځواکونو د تېلو هغه ټانکرونه وبلل ، چې اويا ټنه بار لري.

د فوايد عامې رييس وويل ، چې په ټول رياست کې دوه اويا کارکوونکي لري او اداره يې ددې ظرفيت نه لري ، چي د ټول ولايت د سړکونو څارنه وکړي.