منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

څه باندې ٦٩ سلنه هېوادوال له خوراکي خونديتوب څخه برخمن نه دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٠): يو تازه راپور ښيي چې افغانستان د کمزورې تغذيې له جدي ستونزې او د خوراکي مصوونيت له نشتوالي سره مخ دى او د افغانستان د ماشومانو ترمنځ مزمنه خوارځواکي د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه ښودل کېږي.

دا مطلب د افغانستان د اقتصاد وزارت او د نړيوال بانک د ګډ راپور (فقر او غذايي خونديتوب) تر نوم لاندې، چې د ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کلونو د ګواښ او زيانمننې د ملي سروې له مخې څېړل شوې او نن خپور شو، په ډاګه شوى دى.

په ياد راپور کې چې د اقتصاد وزارت له خوا خبريالانو ته ورکړل شو، راغلي دي چې کمزورې تغذيه او د خوراک د مصوونيت نه شتوالى، د پسرلي په مياشتو او هغه مهال چې د خوراکي توکو بيې لوړېږي، د افغانستان د پام وړ وګړي له دې اړخه زيانمنېږي.

د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال په نننيو مراسمو کې، د ياد راپور په اړه وويل چې د کمزورې تغذيې ستونزه او د خوراکي مصوونيت نه شتوالى د دې لامل شوي، چې په هېواد کې څه باندې ٥٤ سلنه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، له مزمنې خوارځواکۍ سره مخ شي.

همدارنګه سرچينې زياته کړه، چې په هېواد کې بې وزلي او د خوراکي مصوونيت نه شتوالى، د دې لامل شوي چې د هېواد ٣٤سلنه ماشومان د لږ وزن او ٧٢ سلنه د خوراکي توکو، لکه د اوسپنې او ايوډين له ستونزو سره لاس په ګرېوان دي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه: ((د ياد راپور تحليل دا په ګوته کوي، چې د هېواد ٦٩سلنه وګړي له خوراکي مصوونيت څخه محروم دي.))

سرچينه وايي چې د هېواد څه دپاسه ٢٩سلنه وګړي د اړتيا وړ کالوري نه شي ترلاسه کولى، ځکه چې ياده سلنه وګړي د خوراکي توکو تنوع ته لاسرسى نه لري.

د هغه په وينا، د غذايي مصوونيت ستونزه په هغو موسمونو کې چې حاصلات لږ وي، دوه برابره کېږي، په دې وخت کې د هېواد ٣٣سلنه وګړي د کالوري له ستونزې سره مخ وي او ٢٤سلنه له کمزوري غذايي رژيم څخه ځورېږي.

ارغنديوال وويل، چې يادې شمېرې د سيمو او خلکو اقتصادي حالت ته په کتو سره توپير کوي او د خوراکي خونديتوب د نه شتوالي ستونزه په کليوالو سيمو کې چې د هېواد نږدې ٨٠ سلنه وګړي هلته ژوند کوي، ډېره تر سترګو کېږي.

د دې راپور د خپرېدو پر مهال په افغانستان کې د نړيوال بانک د مرکزي دفتر مشر ژوزيفين باسينت (Josephine Bassinette) وايي، دا تحليلي راپور ښيي چې نړيوالې مرستې هغو سيمو او ولايتونو ته، چې له بې وزلي او د خوراکي خونديتوب له نه شتوالي سره مخ دي، له اړتيا سره سم نه دي رسېدلي.

نوموړي له دولت او نړيوالو مرستندويو ټولنو څخه غوښتنه وکړه، څو خوراکي توکي د افغانستان ټولو ولايتونو ته يو شان ورسوي، ترڅو بې وسه کسان په ټولو ولايتونو کې تر يوه حده له غذايي خونديتوب څخه برخمن شي.

سرچينې د ماشومانو او مېرمنو د تغذيې ستونزې ته په اشارې سره وويل، چې په راتلونکو پروګرامونو کې بايد دې کسانو ته زياته پاملرنه وشي.

 د هغه په وينا، بې وسه او ناداره کورنۍ د پسرلي په موسم او په هغو وختونو کې چې د خوراکي توکو بيې لوړېږي، په نرخونو کې لوړوالى د خوراکي توکو د کيفيت په راټيټولو سره له منځه وړي.

د دې راپور په پاى کې وړانديز شوى دى، چې د خوراکي خونديتوب اړين پروګرامونه دې زيات شي.

د هېواد اقتصاد وزير په نننيو مراسمو کې وړانديز وکړ، څو د دې ستونزې د هوارولو په خاطر، دولت او د کرنې سکتور ته لومړيتوب ورکړل شي او په دې برخه کې دې زيات بنسټيز کارونه ترسره شي.