منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل ښار (پژواک ١٦ کب ٩٠): د کابل د نن چاپ ډېرو ورځپاڼو خپلې سرليکنې له ولسي جرګې څخه د نهو تنو وزيرانو د باور رايې ترلاسه کولو ته ځانګړې کړې او تر دوو کلونو وروسته يې د حکومت د کابېنې بشپرېدل څېړلي دي.

د وحدت ورځپاڼې په خپله نننۍ سرليکنه کې په پارلمان کې د ملي وحدت تر سرليک لاندې له ولسي جرګې د بېلابېلو قومونو او مليتونو د وزيرانو د باور رايې ترلاسه کول د افغان ولس لپاره ښه زيرى ګڼلى دى.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې په افغانستان کې ټولنيز درزونه يو واقعيت دى او د دې ستونزې د معادلې په ورانولو سره نه شو کولاى پر هغه څه چې ورځپاڼه يې د ملي هويت ناورين ګڼي، برلاسي شو.

همدارنګه وحدت ورځپاڼه په دې اند ده، چې د بېلابېلو قومونو او مليتونو د نوماند وزيرانو برياليتوب د پارلمان په دې دوره کې د ولسي جرګې د غړو مسؤوليت پېژندنه ښيي.

د ويسا ورځپاڼه هم د ورته موضوع په څېړلو سره د باور رايې ترلاسه کول د دوى لپاره د نويو مسؤوليتونو پيلامه ګڼي او د ولسي جرګې دغه روحيه، چې د ورځپاڼې په خبره يې حكومت ته

نورې ستونزې جوړې نه كړې، ښه خبره بللې ده.

 ويسا ورځپاڼه د خپلې سرليکنې په دوام له حکومت او په ټوله کې له نظام څخه د ولس دغوښتنو نه ترسره کېدو ته اشاره کړې او په دې اند ده، چې د هېواد او ولس په اړه، چې كابينه كومه ژمنه كوي او كوم سوګندونه پورته كوي، له بده مرغه زياتره په كې پاتې راځي او ليکي چې كه دغه نهه وزيران په اخلاص له ولس سره پر كړو ژمنو او سوګند ودريږي، ډېرو ناخوالو ته ځواب ويلاى شي.

په همدې بڼه د ماندګار ورځپاڼه تر دوو کلونو وروسته د ولسمشر کرزي د کابينې بشپړېدو ته اشاره کوي او په دې اند ده، چې هم ولسمشر کرزى او هم د پارلمان غړي نور په وزارتونو کې د سرپرستو کسانو له شتون څخه ستړي شوي وو.

ماندګار ورځپاڼه په داسې حال کې په دې اند ده، چې نوماندو وزيرانو ته د باور رايې په ورکړې سره د ولسمشر کرزي او پارلمان تر منځ کړکېچ پاى ته ورسېد، ليکي، غوره به دا وه چې پارلمان سره له نا سره نه بېل کړي واى او ټولو ته يې د باور رايه نه واى ورکړې.

 

د افغانستان ورځپاڼه هم د حکومت له خوا نهو نوماندو وزيرانو ته د ولسي جرګې د باور رايې پروسې په څېړلو سره په دې اند ده، چې د ولسي جرګې له خوا ټولو نوماندو وزيرانو ته د باور رايې ورکونه ښيي، چې ولسي جرګې د ورځپاڼې په خبره له حکومت سره د تقابل پر ځاى د تعامل لاره خپله کړې ده.

دغه ورځپاڼه وړاندې بيا د ولسي جرګې د غړو په پرېکړه او تصميم کې د بدلون لاملونه څېړي او دغه احتمال ته په اشارې سره، چې د پارلمان غړو به له حکومت سره په يوه لويه معامله لاس پورې کړى وي ليکي، چې که دا خبره ثابته شي نو بيا په راتلونکو کلونو کې د پارلمان مثبتو کړنو ته هېڅ هيله نه پاتې کېږي.

د ملي باور ورځپاڼې بيا د حکومت له خوا نوماندو وزيرانو ته د ولسي جرګې له خوا د باور رايې ورکړې په اړه په پام کې نيول شوي معيارونه تر پوښتنې لاندې راوستي او په دې اند ده، چې د حکومت د ټولو نوماندو وزيرانو ته د باور رايې ورکړه، د ولس هيلې او امېدونه له خاورو سره خاورې کړل.

د ملي باور ورځپاڼه پر دې موضوع د بحث په ترڅ کې، چې يو شمېر دغه برياليو وزيرانو د ولسي جرګې په تېره دوره کې د باور رايه نه وه ترلاسه کړې، په دې اند ده، چې تر کاسې لاندې کومه نيم کاسه شته او ليکي، چې يا خو تېرې ولسي جرګې خيانت کړى يا هم اوسنۍ ولسي جرګه خاينه ده.

د محور ورځپاڼه هم تر دوو کلونو وروسته د حکومت د کابينې پرېکړې ته اشاره لري او په داسې حال کې، چې ولسمشر ته د دې بريا مبارکي وايي، د ملي باور ورځپاڼې په څېر د هغو اوو وزيرانو موضوع څېړي، چې د ولسي جرګې په تېر دور کې يې ونه شو کولاى د باور رايه ترلاسه کړي.

دغه ورځپاڼه د څو سرپرستو وزيرانو، چې پرون يې له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه، ضعيفې کړنې څېړي او ليکي، هېڅ څوک نه پوهېږي، چې د پردې تر شاپه ريښتيا څه شوي دي، خو د ورځپاڼې په خبره، دا خبره واضيح ده، چې په برياليو وزيرانو کې څو داسې کسان وو، چې بايد بيا ناکام شوي واى.

انيس دولتي ورځپاڼه هم په دې اند ده، چې د باور رايې ترلاسه کول د کار د پاى په معنى نه ده او نوماندو وزيرانو ته يې د باور رايې ورکړه يو ښه او د ستاينې وړ ګام ګڼلى دى.

د انيس ورځپاڼې سرمقاله ليکونکى په دې اند دى، چې د وزيرانو هر عمل او هره کړنه، هره ورځ د ولس او د ولس د استازو له خوا تر څېړنې لاندې نيول کېږي او د ورځپاڼې په خبره، دا د کار پيل دى.

د هشت صبح او ملي ارمان ورځپاڼې بيا له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند نه لاسليک کېدل څېړي او په دې اړه هغه رپوټونو ته ګوته نيسي، چې ويل شوي امريکا نور له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون پر سر خبرې اترې ځنډولې دي.

هشت صبح ورځپاڼه په داسې حال کې چې د افغان حکومت له لوري د ستراتيژيک تړون د لاسليک لپاره وړاندې کړاى شوي شرطونه د ځينو خلکو د شخصي ذوق څرګندوى ګڼي، په دې اند ده، چې که افغان لورى خپل شرايط د يوې فعالې او قوي ډيپلوماسۍ له لارې له امريکا سره مطرح نه کړي او د دغه تړون لاسليک ته يې د شخصي سليقو او غوښتنو په ترڅ کې سترګې نيولې وې، نو پرته له شکه چې امريکا به په سيمه کې د يوه بل همکار په لټه کې شي.

همدارنګه ملي ارمان ورځپاڼه هم خپله نننۍ سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او په دې اند ده چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليک د افغانستان په ګټه دى.

دغه ورځپاڼه د افغان حکومت له خوا د دغه سند د لاسليک لپاره د وړاندې شوو شرطونو او په تېره بيا د شپي عملياتو د بنديز د شرط په اړه ليکي، چې د شپې عمليات نه يوازې د افغانستان په ګټه دي، بلکې د دې ډول عملياتو درېدل به د ورځپاڼې په خبره، د دغه هېواد په ښارونو او کليو بانډو کې د طالبانو د واک د نفوذ په معنى وي.

او په پاى کې د چراغ ورځپاڼه د افغانستان د عالمانو شورا وروستۍ اعلاميې ته ګوته نيسي، چې په ترڅ کې يې په تعليمي ادارو او نورو ډګرونو کې د ښځينه او نارينه وو د جلا والي او له محرم پرته د ښځې پر سفر د بنديز غوښتنه شوې او د دې ورځپاڼې په خبره د ولسمشر حامد کرزي له خوا هم تاييد شوې ده.

د چراغ ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د عالمانو د شورا غوښتنې د عصر حجر له وضعيت سره پرتله کوي، په دې اند ده چې د ولسمشر په تاييد سره د دې ډول اعلاميي خپرېدل د خطر هغه زنګ وغږاوه، چې په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو له لاس ته راوړنو سره معامله ترسره کېداى شي.