منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

مريم درانۍ ته د زړورتيا نړيواله جايزه ورکول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۴ کتنې

واشنګټن-کابل (پژواک ١٦ کب ٩٠): د کندهار د ولايتي شورا غړې مريم درانۍ د بهرنيو چارو وزارت لخوا د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ د زړورتيا نړيوالې جايزې ته ټاکل شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه جايزه هر کال د بهرنيو چارو د وزېرې مېرمن هيلري کلنټن له خوا ورکول کېږي  او دغه ځل هم دکب په ١٨مه، چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده،په دې اړه يوه غونډه جوړېږي.

سرچينې زياته کړې، دا جايزه، چې (د زړورتيا نړيواله جايزه) په نوم يادېږي، ورته له ټولې نړۍ لس ښځې ټاکل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن، د ولسمشر بارک اوباما مېرمنه مشل اوباما او ګڼ شمېر نورې مېرمنې ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې جايزې لپاره هغه ښځې ټاکل کېږي، چې په دې برخه کې يې ځانګړې زړورتيا، مېړنتوب ښودلى وي او د ښځو د حقونو لپاره يې ډېره مبارزه او خپل ژوند يې په دې برخه کې له ګواښ سره مخ کړى وي.

سرچينې زياته کړې، چې کندهار د افغانستان  يو له خطرناکو او سنتي سيمو څخه دى، خو دغو ننګونو او دودونو د ښځو د حقونو لپاره د مريم درانۍ د مبارزې مخه ونه نيولاى شوه.

سرچينې زياته کړې، چې مېرمن درانۍ په کندهار کې د خديجه کبرا په نوم د ښځو د حقونو د يوې موسسې ترڅنګ د ښځو لپاره د ځانګړې راډيو (مېرمن) مشري هم پر غاړه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت  ويلي، سره له دې چې د ٢٠٠٩ زېږديز کال پر مهال د کندهار پر ولايتي شورا شوي ځانمرګي بريدکې مريم ټپي شوې وه،خو بيا يې هم خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړې ده.

سرچينې زياته کړه:((مريم خپلو هڅو ته ادامه ورکوي، څو ټولو افغان مېرمنو ته د هغو حقوق ورکړل شي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، چې سږ کال د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه لسو نورو مېرمنو ته هم دا ډول جايزې ورکول کېږي.

سرچينې ويلي، چې له ٢٠٠٧ زېږديز کال راهيسې د بهرنيو چارو وزارت د دې جايزې په ورکولو پيل کړى دى.

تېر کال د هرات د څارنوالۍ رييس ماريا بشير ته دغه جايزه ورکړل شوې وه او له هغې مخکې دوو نورو افغان مېرمنو شکريې اصيل او شفيقې قريشي ته ورکړل شوې وې.