ګردېز (پژواک ١٧ کب ۹۰): د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ خلک وايي، چې د دې ولسوالۍ د اويا بستريز روغتون ډاکټران په شخصي کتنځايونو کې کار کوي او په روغتون کې روغتيايي خدمتونه ډېر لږ دي.
د پکتيا ولايت د څمکنيو اوسېدونکي شکايت کوي، چې په دې روغتون کې د دوى د ناروغانو درملنه په سم ډول نه کېږي او زياتره بيړني ناروغان د پکتيا مرکز ګردېز ته د وړلو پر مهال په لاره کې ساه ورکوي.
د څمکنيو د مندخېلو سيمې اوسېدونکي حاجي مامور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى ولسوالۍ په اويا بستريز روغتون کې ډاکټران شته؛ خو حاضري نه ورکوي او روغتيايي خدمتونه يې په نشت حسابېږي.
ده وويل: ((يو څه ډاکټران او نوکريوالان کله کله راپيدا شي، خو يواځې حاضري امضا کوي او بېرته خپلو معاينه خانو ته ځي؛ روغتون ته که ورشې، هېڅوک به هم پيدا نه کړې.))
د ده په خبره، په دې روغتون کې چې کله کله کوم ډاکټر وي، نو هغه هم د اړيکو له مخې ناروغان ګوري او د خپلوانو او ملګرو د ناروغانو درملنه کوي او دوا ورکوي.
د څمکنيو يو بل اوسېدونکى اولس خان بيا وايي، چې په روغتون کې کله کله ډاکټران وي، خو د ناروغانو په ورتګ سره ورته وايي، چې پس له وخته شخصي کتنځي ته ورشي.
نوموړي زياته کړه: ((دا به ظلم وي چې که څوک دغه روغتون ته د اويا بسترو نوم ورکړي، دلته لس بستره هم نه دي فعال.))
په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ډاکټر مجيب الرحمن څمکنی هم د خلکو شکايتونه پر ځای بولي او زياتوي، چې دغه ٧٠ بستريز روغتون په تېرو څلورو کلونو کې د ټول هېواد په کچه د ښو خدمتونو له امله لومړى درجه ګڼل شوى و.
د هغه په وينا، په دغه روغتون کې ښايي ۱۵ بستره روغتيايي خدمتونه وړاندې شي او له دې ډېره وړتيا دا مهال نه لري.
دى وايي، چې د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولين ښه مديريت نه لري او نه شي کولاى چې ښه اداره وکړي.
څمکني وويل: ((څلور کاله مخکې په دې روغتون کې د خوست، د پاکستان د کورمې ايجنسۍ، د ورڅېرمه پنځو ولسواليو او يونيم د مرکز ګردېز د ناروغانو درملنه هم کېدله.))
د پکتيا د عامې روغتيا رييس خان اغا مياخېل د څمکنيو په روغتون کې شته ستونزې مني او وايي، چې وخت په وخت يې څارنه کوي او هڅه کوي چې ستونزو ته يې د هواري لار پيدا کړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه روغتون کې ستونزې شته او ټولې يې په ليکلي ډول اړوند وزارت ته لېږلي او په نږدې راتلونکي کې به يې د وزارت په مرسته هواري کړي.
د ده په وينا، په پکتيا ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد د افغانستان لپاره د روغتيايي خدمتونو د پراختيا (ACTD) او (Health Net) موسسو سره شوى، چې ټوله ستونزه په دوى کې ده.
د ده په وينا، له يادو موسسو سره يې په پرله پسې ډول ناستې روانې دي او هڅه کوي، چې يادو ستونزو ته د هواري لار پيدا کړي.
په دې اړه پژواک هڅه وکړه، چې په پکتيا کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کوونکو موسسو د مسوولينو نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.









