کندهار(پژواک٢٠کب٩٠):د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست په ودانۍ کې د درملو درې ساتنځايونه له جوړېدو وروسته نن پرانستل شول.
د درملو د ساتنځايونو د پرانستلو په مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا او ددې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم ګډون درلود.
د کندهار د عامې روغتيا رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې ساتنځايونه د امريکا د متحده ايالاتو د څه د پاسه ٢٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې يې تر دې مخکې د درملو او اړوندو خوراکي او غير خوراکي توکو د ساتنې ځاى نه درلود، چې اوس به يې پخوانۍ ستونزې هوارې شي.
د کندهار والي د ودانۍ د پرانيستلو پر مهال وويل، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په دې ولايت کې د عامې روغتيا په برخه کې ګڼ کارونه شوي او د ښار تر څنګ په ګڼو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه، د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې جوړ شوي ساتنځايونه مرسته کوي، چې درمل په سمه توګه وساتل شي او خپل کيفيت له لاسه ور نه کړي.
په کندهار کې دا مهال د روغتيايي علومو د انسټيټوټ پر ودانۍ هم کار روان دى، چې بشپړېدو ته نږدې او ٧،٢ ميليونه امريکايي ډالر لګښت ورباندې راغلى دى.









