منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:08 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونه

په بدخشان کې ستر کرنيز کانال جوړ شو

· 2 دقیقې لوستل · 102 کتنې

فيض اباد (پژواک ۲۵کب٩٠): د بدخشان ولايت په شهيدانو ولسوالۍ کې له يوه ستر کرنيز کانال څخه د ګټې اخيستنې په پيل سره زر هکتار کرنيزې ځمکه خړوبېږي.

 د بدخشان ولايت د اوبو لګولو رياست استازي انجنير وفى الله نن (د کب ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کانال پرون رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د ده په وينا، دغه کانال د ١٣ کيلومترو په اوږدوالي او دوه متره سور سره د کرنيزو اوبو لګونې يو ستر کانال شمېرل کېږي.

 وفى الله زياته کړه، چې دا کانال په خپله لار کې د زر هکتاره ځمکې د خړوبولو توان لري.

 د مرسي کورپس موسسې د انجنيرۍ څانګې مسوول انجنير سيد حبيب چې دا کانال يې جوړ کړى، پژواک اژانس ته وويل چې ياد کانال د يوه کاري کال په ترڅ کې بشپړ او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د ده په وينا، دغه کانال د ٢٧٦زره ډالرو په لګښت د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له مرستو څخه جوړ شوى او د هغې په لاره کې درې واړه سليبر کانالونه چې هر يو يې ١٢ متره اوږوالى لري، جوړ شوي دي.

 سرچينې څرګنده کړه، چې د دې کانال په څلورو برخو کې هم استنادي دېوالونه او درې د اوبو د برېښنا واړه سټېشنونه له ٤٠ نه تر ٥٠ کيلو واټه پورې د سيمې د اوسېدونکو د اړتياوو د ليرې کولو په موخه جوړ شوي دي.

 په بدخشان ولايت کې د مرسې کورپس د دفتر مشر انجنير ظافر ظفر پژواک ته وويل، چې څلوېښت کلي د دې کانال له جوړښت څخه ګټه اخلي او کرنيزي ځمکې يې د دې کانال له لارې اوبه کېږي.

 هغه زياته کړه چې دا کانال په يوه ثانيه کې د دوه متر مکعبو اوبو  ظرفيت لري او د هغې په  لار کې ١٢ پرچاوه جوړ شوي دي، ترڅو د اړتيا پرمهال له هغې ګټه واخيستل شي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا کانال په ١٥ ځايونو کې ټينګ شوى دی، ترڅو د سېلابونو په وخت کې د هغې د تخريب مخه ونيسي.

 د مرسي کورپس موسسه يوه امريکايي غير دولتي موسسه ده، چې د  USAIDله خوا تمويلېږي او له ١٣٨٠ کال څخه راپدېخوا په بدخشان ولايت کې د کرنې، مالدارۍ او ساختماني چارو کې فعاليت ترسره کوي.