جلال اباد (پژواک ٢ ورى ٩١): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د بزګر د ورځې په جشن کې وويل، چې په دې ولايت کې تېر کال د يوولس ميليارده افغانيو په لګښت د بيارغونې دوه زره پروژې پلي شوې دي.
د هېواد له پلازمېنې کابل سربېره نن په ننګرهار لايت کې د بزګر ورځ د جشن او نندارتون جوړولو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، دې مراسمو ته په خپله وينا کې وويل چې ولايتي ادارې د ٨٩ کال پرتله درې نيم ميليارده افغانۍ زياتې پيسې ترلاسه کړې او دغه کچه تېر کال يوولس مليارده افغانۍ وه.
هغه زياته کړه، چې د کوکنارو پر ضد يې کلکه مبارزه پيل کړې او دې ته ژمن دى، چې ١٣٩١ لمريز کال به ننګرهار له کوکنارو پاک ولايت اعلانوي.
نوموړى ژمنه وکړه، چې سږکال به په دغه ولايت کې د دولت په مرسته د تورخم – جلال اباد، جلال اباد – کابل د لويو لارو په دويمو ليکو کار پيل کړي، له تورخمه به د رېل کرښه راوغځوي او د نغلو برېښنا به په جلال اباد ښار کې ووېشي.
د شېرزې په وينا، د ١٣٩٠ لمريز کال د دولتي فعاليتونو کتاب به چاپ شي، ترڅو د چارو روڼوالى ثابت کړي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په خپله وينا کې وويل، چې سږکال مستوفيت او ګمرک ١٤ ميليارد يو سل او پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد لري، چې د تېر کال په پرتله شپږ څلوېښت سلنه لوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې تېر کال ګمرک دوه ويشت زره نهه سوه نهه اتيا لارۍ توکي له پاکستانه هېواد ته صادر کړي، چې د کال له پيل څخه تر دې دمه څه باندې ٨،٤ ميليارده عوايد ترلاسه شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
ګرديوال وويل چې په ګمرکي عوايدو کې ځکه کموالى راغلى، چې د کوزې پښتونخوا امنيت خراب شوى، پاکستاني دولت د افغان سوداګرو زرګونه کانټينر درولي، له کراچۍ تر پېښوره لاره خرابه شوې، د تورخم درې زره کانټينرونه د هېواد له نورو بندرونو وارد شوي، پاکستاني حکومت يو شمېر برېښنايي توکي بند کړي او د وزيرانو شورا د يوې مصوبې له مخې په ځينو وارداتي توکو کې تعارفه راټيټه شوې ده.
د ننګرهار د کرنې رييس انجنير محمد حسين ساپي پژواک اژانس ته وويل چې په تېر کال کې شپږ ميليونه نيالګي، اتيا تراکتورونه، اته ټنه د سايبين تخم، شپږ ټنه د زعفرانو تخم، څلوېښت هکتاره جلغوزي، لس زره څلور سوه ټنه د غنمو تخم او شپاړس سوه شپېته ټنه سره په بزګرانو وېشلې ده.
د کرنې د رييس په وينا، دغه راز د کرنې رياست له خوا په بېلابېلو برخو کې يوسل او دولس پروژې پلې شوې دي.
د هغه په وينا، دوى دغه راز څلور ويشت ميليونه افغانۍ د مېوو توليدوونکې اتحاديې او څوارلس نيم ميليونه افغانۍ يې د جاوېد افغان ترېشر جوړونې فابريکې ته پور ورکړې دي.
د دې ولايت د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل وويل، چې رياست يې په تېر کال (١٣٩٠) کې دوه څلوېښت زره د زيتونو، څلور زره پنځه سوه د نارنجو او شپږ سوه زره يې د مالټو نيالګي ايښي، لس ټنه بزري تخم يې ګدام کړى او د يو سل او اته غواګانو په لرو سره يې شل زره لېټره شيدې توليد کړې دي.
د هغه په وينا، څلور ويشت زره څلور سوه څلوېښت بوتله د زيتونو او ستروسو اچار يې توليد کړي، زر لېټره د زيتونو تېل يې توليد کړي او يو ويشت ميليونه افغانۍ عوايد يې راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه زيات دي.
د يادونې وړ ده، چې د بزګر د ورځې په وياړ په نندارتون کې د ننګرهار توليد شوي توکي خرڅلاو ته ايښودل شوي وو، چې تر هر چا ړومبى والي ګل اغا شېرزي وپېرل او په ګډونوالو يې وړيا ووېشل.










