منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ٦ ورى ٩١): د عامې روغتيا وزارت له لوري په ختيځو ولايتونو کې د وري په ٦مه د ګوزڼ ضد واکسين پيل شو.

د ننګرهار د عامې روغتيارييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد د دغه کمپاين د پيلولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کمپاين کې د ختيځو ولايتونو، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان اته سوه يو دېرش زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

هغه زيات کړه، چې د ګوزڼ ضد واکسين په کمپاين کې ورسره د ټول زون په کچه پنځه زره پنځه سوه روغتيا پالان په رضاکاره توګه مرسته کوي.

ډاکټر شېرزاد وويل، چې اوس مهال په ختيځه حوزه کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ليدل شوې، خو د ١٣٩١ لمريز کال د پيل په ورځو کې د هېواد په کچه پنځه مثبتې پېښې شتون لري، چې دوه يې په کندهار، دوه په هلمند او يوه په پکتيا کې وه.

د نوموړي په وينا، په پام کې وه، چې پنځه سوه يو پنځوس زره کوچنيو ماشومانو ته له کمپاين سره په يو مهال د کولمو د چنجيو ګولۍ هم ورکړل شي، خو زياتوي چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان او ناټو د کانټينرو د بندېدو له امله دغه درمل هلته ايسار پاتې دي.

د عامې روغتيا رييس وويل، له نورستانه پرته چې ځينې سيمې يې په واورو پوښلې د پوليو د واکسين پر وړاندې د ختيځ زون په ٥٣ ادارې واحدونو کې کومه ستونزه نه لري.

د يو بل خبر له مخې، نن په جلال اباد ښار کې يو خصوصي شل بستريز روغتون، چې نسايي ولادي څانګه هم لري، پر فعاليت پيل وکړ.

 د يادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار او کونړ کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې په هغو دوو پاکستانۍ کورنيو کې ليدل شوې وي، چې افغانستان ته کډوالې شوې وې.