هرات ( پژواک٢١ورى ٩١): دهرات په حوزوي روغتون کې دهرات امبولانس دخدماتي مرکز ودانۍ،د ايټاليا سفير او د سيمه ييزو مسوولينو په ګډون ديو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د هرات والي داوود شاه صبا نن (د وري ٢١مه) ددې ودانۍ د ګټې اخيستنې په مراسموکې وويل،چې دا يوه نمونه وي پروژه ده،چې دامبولانسونو دخدمتونو بنسټيزې اړتياوې به برابرې کړي
صبا وويل،چې دا درې پوړيزه ودانۍ په ٤٠٠ متره مربع ځمکه کې د ١٦٩ زره يورو په لګښت د ايټاليا د ولايتي بيارغونې ډلې او د ياد هېواد دهمکاريو د دفتر لخوا جوړه شوې ده.
دهرات والي زياته کړه،چې د امبولانسونو د اخيستلو او ددې مرکز د تجهيز لپاره لګښت شته او هيله لري،چې د عامې روغتيا وزارت ددې مرکز د اړتياوو په برخه کې ګام پورته کړي.
دهرات دعامې روغتيا مرستيال ډاکټر حيات حبيب هم وويل،چې د ايټاليا د ولايتي بيارغونې ډله او د ياد هېواد د همکاريو دفتر ژمن دى ،څو ددې پروژې بله برخه چې تجهيز، امکانات او اسانتياوې دي ،چې پرمختللي امبولانسونه هم په کې شامل دي، پرمخ يوسي.
دهغه په وينا، ددې پروژې لومړنى لګښت شاوخوا ٦٠٠ زره يورو اعلان شوى،خو تراوسه ددې پروژې د دويم پړاو د بشپړېدو لپاره کومه وروستۍ نېټه اعلان شوې نه ده.
دهرات دساحوي روغتون مشر ،ډاکټر سيد نعيم عالمي دمعلوماتو له مخې، دعامې روغتيا وزارت يوه ٢٥ کسيزه ډله ،چې نرسان، اداري او تخنيکي کارکونکي او موټر چلونکي په کې شامل دي ،دهرات امبولانس لپاره منظور کړې ده.
د هرات ساحوي روغتون ٦٠٠ بستره لري،چې د ١٧٠ ډاکټرانو او ٢٢٠ نرسانو په درلودو سره،دهرات ، فراه ،غور او بادغيس ولايتونو ناروغانوته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.









