کابل ښار (پژواک ٢٢ ورى ٩١): خلک د ((هوخست)) درمل جوړولو شرکت د فعالېدو غوښتنه کوي؛ خو چارواکي وايي چې ايساف د دې شرکت ودانۍ په خپلسر نيولې او روغتيايي کارکوونکو ته دې ودانۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
د هوخست شرکت په ١٣٥١ کال کې د المان په ٤٩سلنه او د افغانستان په ٥١ سلنه ونډه په کابل کې جوړ شو او تر ١٣٧٠ کال پورې يې ١٣٢قلمه د مکروب او مسکن درمل د شربت، امپول، تابليټ او کپسول په بڼه توليدول.
د دې شرکت د درملو د توليد فابريکه، چې ودانۍ يې د نهمې حوزې اړوند د هودخېلو په سيمه کې موقعيت لري، په ١٣٧١کال کې د کورنيو جګړو پرمهال څه ناڅه ويجاړه او له فعاليت څخه پاتې شوه؛ خو په ١٣٧٤کال کې له بيارغونې وروسته يې بيا فعاليت پيل کړ او تر ١٣٨٤ کال پورې يې اته قلمه درمل توليدول.
المان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال خپله ونډه پر افغانستان وپلورله او دولت په ١٣٨٤کال کې د دې فابريکې ٨٥ سلنه ونډه د ((حامد رحيمي)) په نوم په يوه افغاني شرکت خرڅه کړه او د شرکت نوم له هوخست نه په ((هوخ فارما)) باندې بدل شو.
د عامې روغتيا وزارت د فارمسي چارو عمومي رييس ډاکټر محمدکاظم نعيمى پژواک خبري اژانس ته وويل، د ياد شرکت مشر حامد رحيمي چې د المان تابعيت هم لري، د تړون له مخې بايد د ياد شوي شرکت د فعالېدو په خاطر يې ٨٠٠زره يورو پانګونه کړې وه.
خو هغه زياته کړه: ((رحيمي خپله ژمنه ترسره نه کړه او د عامې روغتيا د څېړنو له مخې، ياد تن غوښتل، څو د دې شرکت شاوخوا ځمکې امريکايانو ته په کرايه ورکړي.))
د نعيمي په وينا، ياد تړون د ١٣٨٨کال په وروستيو کې د ولسمشر د يوه فرمان پربنسټ فسخه شو او رحيمي څارنوالۍ ته وروپېژندل شو؛ خو دعوا ته حاضر نه شو او المان ته يې پښې سپکې کړې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تړون له فسخې وروسته د عامې روغتيا وزارت د هوخست شرکت د فعالولو لپاره پر يوه پلان کار کاوه؛ خو ايساف ځواکونو د دې شرکت ودانۍ او د ياد شرکت توليدي فابريکه، چې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د ايساف ځواکونو کمپ ((فينکس)) ته څېرمه موقعيت لري، ونيوله.
نعيمي زياته کړه: ((د فينکس ځواکونه چې دې شرکت ته څېرمه پراته دي؛ له بده مرغه د عامې روغتيا وزارت له اجازې پرته خپلو ځواکونو سره هلته مېشت شوي دي؛ موږ پنځه ساتونکي او بڼ پالونکي درلودل، هغوى يې ځواب کړي دي، د دې شرکت څلور خواوې يې دېوال کړي او چاته د ننوتو اجازه نه ورکوي؛ کله چې موږ خبر شو او له هغوى سره مو اړيکه ونيوله، ويې ويل: د امنيت له اړخه يې چې کومه اندېښنه درلوده، هوخست يې ونيو، ځکه شرکت فعال نه و.))
نوموړي يادونه وکړه، چې د هوخست فابريکې ټول وسايل هم په هغې ودانۍ کې، چې د ايساف له لوري نيول شوې، شته.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ايساف ځواکونه اوس ان د عامې روغتيا وزارت چارواکو ته هم يادې ودانۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
نوموړي زياته کړه، چې عامې روغتيا وزارت دا موضوع څو ځله له ملي دفاع وزارت سره شريکه کړه او د ياد وزارت له چارواکو څخه يې غوښتي، څو د دې ستونزې د هواري لپاره له ايساف سره د ناستې لاره برابره کړي؛ خو تراوسه کومه پايله نه لري.
په کابل کې د ايساف ځواکونو يوه وياند، ډګرمن جيمي کيومنګز په دې اړه پژواک ته وويل، چې د هوخست کمپنۍ ودانۍ دا مهال افغان حکومت پورې تړاو لري او ايساف په دې وروستيو کې له دې ودانۍ څخه استفاده کوي.
د هغه په وينا، دا ودانۍ د فينکس کمپ په انګړ کې موقعيت لري، چې د ٢٠٠٢ کال د جنورۍ په څلورمه د ايساف او افغانستان د منځ مهالي حکومت ترمنځ د لاسليک شوي پوځي تخنيکي تړون (MTA) له مخې ايساف ته وسپارل شوه.
سرچينې زياته کړه چې ايساف د ٢٠١١کال د سپټمبر په ٢١مه، د يوه غوښتنليک له مخې د افغانستان له ملي دفاع وزارت څخه وغوښتل، څو ياده ځمکه ايساف ته وسپاري.
د نوموړي په وينا، له دې چې په ٣٠ ورځو کې هېڅ اقدام ونه شو، ياده ځمکه د پوځي تخنيکي تړون پربنسټ، ايساف ته وسپارل شوه.
خو د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي: ((ايساف تراوسه له موږ سره داسې څه شريک کړي نه دي.))
همداراز هغه زياته کړه، چې د عامې روغتيا وزارت هم له دې وزارت څخه تر دې مهاله غوښتنه نه ده کړې، چې له ايساف سره دې دناستې لار ورته برابره شي.
هغه زياته کړه چې د ايساف له مسوولينو سره ناسته، واسطې ته اړتيا نه لري او د عامې روغتيا وزارت کولى شي چې له ايساف سره په نېغه توګه اړيکه ونيسي.
خو سرچينه وايي: ((که د عامې روغتيا وزارت بيا هم وغواړي، موږ چمتو يو څو داسې يوې ناستې ته لاره هواره کړو.))
د هوخست شرکت ودانۍ په داسې حال کې د ايساف ځواکونو له لوري نيول شوې ده، چې د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي د هوخست فابريکې د بيا فعالېدو غوښتنه کوي او پر حکومت له دې کبله چې په تېرو څو کلونو کې د دې کمپنۍ په فعالېدو نه دى توانېدلى، نيوکې کوي.
د کابل ښار د قلعه زمان خان سيمې اوسېدونکي ٧٢ کلن انجنير عبدالغفار وويل: ((کاشکې د عامې روغتيا وزارت له لومړي سر څخه دا شرکت په رحيمي خرڅ کړى نه و او په خپله يې فعال کړى و؛ غفلت دې نه کوي او د بهرنيانو په مرسته په ځانګړې توګه جرمني چې پخوا يې هم فعال کړى و، هوخست شرکت فعال کړي.))
نوموړي، د ايساف ځواکونو له لوري په خپلسرې توګه د دې شرکت نيول وغندل او له افغان حکومت څخه يې وغوښتل، څو په دې برخه کې جدي ګام واخلي.
هغه له ١٣٧١ کال څخه وړاندې، د دې شرکت د درملو توليد ته په اشارې سره وويل، چې په هغه وخت کې يې اغېزمن درمل، لکه اسپرين، نولجين او داسې نور توليدول.
د کابل ښار د قلعۀ کاشف د نواباد سيمې اوسېدونکي احمدخالد هم وويل: ((حکومت د دې شرکت په فعالېدو کې غفلت کړى دى؛ که مخکې يې فعال کړى و، اوس به ايساف نه نيوه.))
هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونه بايد د دې شرکت ودانۍ او توليدي فابريکه په بېړه د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړي او د داسې ملکيتونو په نيولو سره د هوخست د فعاليت په وړاندې خنډ نه شي.
د هوخست د درمل جوړولو فابريکه په داسې حال کې غير فعاله پاتې ده، چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه د درملو د توليد څو وړې خصوصي فابريکې فعاليت کوي او د افغانستان د درملو اړتيا تر ډېره بريده د وارداتو له لارې پوره کېږي.










