منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې معيوبين د مصنوعي غړو له ورکشاپ شکايت کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

خوست ښار (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د خوست ولايت يو شمېر معيوبين وايي، چې د دوی د مصنوعي غړو د رغولو او جوړولو لپاره جوړ شوي ورکشاپ اړين خدمتونه تراوسه نه دي وړاندې کړي.

د دوی په خبره، په يوه او بله پلمه يې ديوې ورځې کارونه اونيو او مياشتو ته ځنډيږي.

تېر لمريز کال په خوست ولايت کې د جنوب ختيځو ولايتونو په کچه په کابل کې د امريکا سفارت په مالي لګښت د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې معيوبينو ته د مصنوعي غړو د رغولو او جوړولو يو ورکشاپ جوړ شو.

د چارواکو په وينا، پر دغه ورکشاپ څه باندې ۳۵۰ زره ډالر لګښت وشو او د معيوبينو لپاره يې وړيا خدمتونه په نظر کې نيولي دي، خو اوس يو شمېر معيوبين وايي، چې اړين خدمتونه ،نه شي ترسره کولى.

د لويې پکتيا د معيوبينو او معلولينو د اتحاديې مشر او د مشرانو جرګې سلاکار صاحب منګل پژواک اژانس ته وويل،چې د دغه ورکشاپ مسوولين وايي چې د ورکشاپ له جوړېدو وروسته يې ۳۵۰ زره ډالر لګولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی اوس يو بېلګه هم نه شي وړاندې کولى، چې دغه لګښت دوى په کومو برخو کې کړى دى.

صاحب منګل دا تور هم لګوي، چې د ياد شوي ورکشاپ لپاره ټول کارکوونکي د ورکشاپ د مسوول تن خپلوان دي.

د هغه په وينا، په ورکشاپ کې هغه کسان بايد پر دندو ګومارل شوي واى، چې په همدې موخه روزل شوي وو.

د سيدميرخان په نوم د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي او معيوب، چې د خپل يوه مصنوعي غړي د رغونې په موخه ياد ورکشاپ ته راغلی و، پژواک اژانس ته وويل، دوه اونۍ کېږي، چې له ډېر لرې ځايه هر سهار راځي او مازيګر بېرته کور ته ستنيږي، خو کار ورته نه کيږي.

هغه زياته کړه: ((دومره کرايه چې مې په دې دوو اونيو کې مصرف کړې، که په شخصي ورکشاپ کې مې ورکړې وای، نو د غړي رغول څه چې نوی غړی به مې هم پرې اخيستى واى.))

خو په خوست کې د مصنوعي غړو د اورتوپيډي څانګې مسوول ډاګټر مسافر د خلکو يادې ادعاوې رد او زياته يې کړه، چې تر دې دمه يې ډېر شمېر معيوبينو ته مصنوعي غړي جوړ کړي او اوس هم په دې برخه کې کار په ښه ډول روان دی.

نوموړی وايي، چې يو شمېر ستونزې د دوی د کارونو خنډ ګرځيدلي، خو په دې برخه کې د دوی کسانو ناغړي نه ده کړې.

بل لور ته په خوست کې د عامې روغتيا چارو رييس ډاکټر امير بادشاه رحمت زى منګل په دغه ورکشاپ کې يو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې په دې کې د سلګونو معيوبينو لپاره کار هم شوى دى.

هغه وويل، چې ورکشاپ نوی جوړ شوی او په هغه ډول ،چې لازمه ده کار به يې نه وي کړی، خو تمه شته چې په روان کال کې خپلې ټولې نېمګړتياوې له منځه يوسي.

نوموړى زياتوي، چې له روزل شويو ۱۶ تنو څخه يواځې يو تن په دنده ګومارل شوى او نور کسان يې د لږ  تنخوا له امله کار کولو ته زړه نه ښه کوي.