منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د زړه د ناروغيو د درملنې مرکز جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل ښار (پژواک ٢٣ ورى ٩١): د زړه د ناروغيو د تشخيص او درملنې سل بستره مرکز تر راتلونکو اتو مياشتو پورې د دولت او خصوصي سکڼور له خوا په ګډه په کابل کې جوړېږي.

د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل د وري په ٢٣مه، په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د هېواد ولسمشر نن د عامې روغتيا، ماليې، اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده ورکړه، ترڅو د ياد مرکز د جوړېدو پر پلان کار وکړي.

د سرچينې په وينا، د دغه مرکز ودانۍ د کابل د خيرخانر د لب جر په سيمه کې د قاسمي ګروپ له خوا، چې يو خصوصي شرکت دى، جوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، دغه مرکز به د زړه د ناروغيو د تشخيص او درملنې، د ډاکټرانو روزنه او د زړه د ناروغيو په اړه د څېړنو برخې ولري.

د کابل د طبي پوهنتون د زړه د ناروغيو د څېړنيز مرکز مسوول ډاکټر عصمت الله نايب خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه مرکز لپاره چې د سلو بسترونه وړتيا به ولري، د زړه د ناروغيو د تشخيص لپاره پرمختللي طبي وسايل د دولت له بودجې څخه اخيستل کېږي.

د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده، دغه مرکز تر راتلونکو اتو مياشتو پورې په فعاليت پيل وکړي.

سرچينه وايي، چې د دغه مرکز د فعاليت په پيل سره، چې په کې به د کابل د طبي پوهنتون استادان او د هېواد دننه او بهر د زړه د ناروغيو متخصصين کار وکړي، د هېواد دننه به د زيات شمېر د زړه د ناروغانو د تشخيص او درملنې ستونزه هواره شي.

نوموړي وويل، که څه هم چې په تېرو لسو کلونو چې په دولتي او خصوصي روغتيايي مرکزونو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه والي رامنځ ته شوى دى، خو اوس هم يو زيات شمېر خلک د درملنې په موخه له هېواد نه بهر ځي.