قلعۀ نو (پژواک ٢٤ ورى ٩١): د قلعۀ نو او دغه ښار ته د څېرمه سيمو د اوبو رسولو شبکې د غځولو کار د ١٤ميليونو ډالرو په ارزښت پيل شو.
د بادغيس ولايت د کليو د پراختيا مشر سيد رسول اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې شبکې جوړول د خلکو پر وړانديز ترسره کېږي.
اکبري وويل،چې د هسپانيې يوې روغتيايي ډلې دقلعۀ نو ښار د اوبو د اوسنۍ شبکې له لابراتوري کتنو وروسته تېر کال راپور ورکړ، چې دا اوبه په ګچ ککړې دي او ګټه ترې اخيستل د نري رنځ او معدې په ناروغيو د اخته کېدو لامل ګرځي.
د بادغيس دکليو د پراختيا رييس زياته کړه، چې د قلعه نو ښار او دې ته د څېرمه سيمو د څښاک اوبو نوې شبکه، له قادس ولسوالۍ څخه د ٣٥ کيلومترو په اوږدوالي د هسپانيا په مرسته د ١٤ ميليونو ډالرو په ارزښت د ١٨ مياشتو په موده کې د کليو پراختيا وزارت له لارې غځول کېږي.
اکبري زياته کړه، چې د دې شبکې د کار په بشپړېدو سره به، چې سرچينې يې د ٦٠ مترو په ژوروالي ٦ څاه ګانې دي، په قادس ولسوالۍ، قلعه نو ښار او دې ته په ګاونډ کې پرتو کليو کې شاوخوا ٦ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
هغه زياته کړه، چې د قلعه نو اوسېدونکي د اوبو له اړخه له ستونزې سره مخ دي او د اوسنۍ شبکې اوبه د دې ترڅنګ چې غير صحي دي، په نوبتي ډول په اونۍ کې يوه ورځ د هغوى پر کورونو وېشل کېږي.
د قلعه نو ښار اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل: ((په اونۍ کې يو ځل زموږ د کور په نل کې اوبه راځي او دا اوبه د دې ترڅنګ چې بسنه نه کوي، صحي هم نه دي.))
هغه زياته کړه، چې د نوې شبکې د جوړولو د کار د پيلېدو په اړه د قلعه نو اوسېدونکي خوشاله دي او په بشپړېدو سره به يې زموږ ستونزه له دې اړخه هواره شي.










