خوست ښار-جلال اباد (پژواک ٢٤ ورى ٩١): په خوست کې د معتادينو د درملنې د روغتون او د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل، چې دغه روغتون ٢٠ بستريز دى او په شاوخوا پنځه جريبه ځمکه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا جوړيږي.
د هغه په وينا، پر دغه روغتون به ۱۳ ميليونه افغانۍ لګښت راشي او له هغو پيسو ورته ځانګړې شوي، چې ولايت ته د کوکنارو د نه کر په امتياز کې ورکړل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره مخکې هم روغتون و، خو ودانۍ يې نه درلوده، نوې ودانۍ به يې ۲۴ خوني ولري او له ټولو هغو اسانتياوو به برخمن وي، چې د روږدو کسانود درملنې لپاره ورته اړتيا وي.
د خوست والي وويل، چې په دغه روغتون کې به نه يواځې د خوست اړوند ناروغانو درملنه کېږي، بلکې د نورو ګاونډيو ولايتونو د معتادينو درملنه به هم په کې کېږي.
په خوست کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې نږدې ٤٠ زره تنه په بېلابېل ډول نشه يي توکو روږدي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په جماليو سيمه کې د اسيايي بانک په مالي لګښت د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ښوونځي جوړېدونکې ودانۍ به ٨ درسي او ٤ اداري خونې، تشنابونه، د څښاک د پاکو اوبو څاه او نور اړين ملحقات ولري.
د هغه په وينا، پر دغې ودانۍ به د اسيايي بانک له لوري ١١٦زره ډالر ولګول شي او د راتلونکو نهو مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه منځني ښوونځي کې تر زرو پورې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
د يادونې ده، چې په ننګرهار کې ٧٨٥ ښوونځي فعال دي، چې ٣٥٠ يې اوس هم ودانۍ نه لري.










