منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د کونړ تبليغي اجتماع په هېواد کې د تلپاتې سولې په دعا پاى ته ورسېده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

اسعد اباد (پژواک ٢٦ ورى ٩١): په کونړ ولايت کې د لسګونه زره تبليغيانو په ګډون درې ورځنۍ اجتماع، په هېواد کې د تلپاتې سولې او د افغانانو د يووالي په دعا سره پاى ته ورسېده.

په دې غونډه کې د هېواد له بېلابېلو سيمو او له ګاونډي هېواد پاکستان څخه هم زرګونو کسانو برخه اخيستې وه.

دا تبليغي غونډه د تېرې پنجشنبې په ورځ په اسعداباد کې پيل شوې وه، چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې کلک ا منيتي تدابير هم نيول شوي وو.

د دې اجتماع د سمبالوونکو د معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې، چې نن سهار پاى ته ورسېده، شاوخوا يو نيم سل زره تنو برخه اخيستې وه.

يوه ديني عالم، چې د غونډى په پاى کې يې وينا کوله، په افغانستان کې د تلپاتې  سولې، د دغه هېواد د بهرنيو او کورنيو دښمنانو د نابودۍ، د مسلمان ملت  او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو د يووالي لپاره ځانګړې دعاګانې وکړې.

د تبليغيانو يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژوک اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې له پاکستان، ايران او چين هېوادونو څخه هم تبليغيانو برخه اخيستې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې غونډې په پاى کې له سلو زيات د کال، اوو مياشتو، څلورو مياشتو، څلوېښت ورځو، لس ورځو او د درېيو ورځو د تبليغ لپاره لسګونه ډلې جوړې او بېلابېلو سيمو ته ولېږدول شوې، څو د محمدي دين د خپراوي، د لوى خداى (ج) د وحدانيت د بيانولو، له بديو څخه د خلکو منع کولو او نېکيو ته د هغو د رابللو په موخه د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ځينو سيمو ته ووتل.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالمتين پژواک اژانس ته وويل، چې امنيتي ارګانونو د دې غونډې بشپړ امنيت نيولى و.

هغه زياته کړه، چې د دې غونډې پر مهال کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې، خو له غونډې پيلېدو يوه ورځ مخکې له دوو تنو سره، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره روان وو، چاودېدونکي توکي ونيول شول.

د کونړ دغه تبليغي غونډه د روان لمريز کال لومړى غونډه ده، چې له کونړ څخه پيل شوه او د کال تر پايه پورې به د افغانستان په اتو ولايتونو کې دغه ډول لويې اجتماع ګانې ترسره کېږي.

په کونړ ولايت کې دغه غونډه له تېرو ١٨ کلونو راهيسې هر کال ترسره کېږي.