Language

د غزني خلک د سلطان بند بيارغول غواړي

غزنی ښار (پژواک ٢٧ وری ٩١): د غزني اوسېدونکي پر ځايي چارواکو تور لګوي چې د سلطان بند رغولو ته پام نه کوي، خو ځايي چارواکي وايي، ډېر ژر به د دغه بند د بيارغولو چارې پيل شي.

 دوى وايي، چې د سلطان بند په غزني كې له مشهورو بندونو څخه دى او دوى پخوا له ياد بند څخه د ځمکو د خړوبولو په برخه کې ډېره ګټه پورته کوله.

 د سلطان بند د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې موقعيت لري، خو له اوبو يې د غزني د اړوندو ولسواليو کروندګر ګټه اخلي، په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د اوبو د ډېروالي له امله مات شو.

 د خواجه عمري ولسوالۍ يو بڼوال غلام علي پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به دوى د دغه بند له اوبو څخه پوره ګټه اخيسته او كښتونه به يې ښېرازه وو، خو اوس هغسې نه دي.

 نوموړي زياته کړه: ((د سلطان بند په ٢٠٠٤ کال کې د اوبو له ډېروالي مات شو او له هغه وروسته يې دولت د رغولو لپاره هېڅ ګام نه دى اخېستى.))

 د خواجه عمري ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر سميع الله شريفي هم وايي، چې د دغه بند له اوبو به نه يواځې د خواجه عمري ولسوالۍ کرونګرو نه، بلكې د نورو سيمو بزګرانو هم كولاى شول چې خپلې ځمکې پرې خړوبې کړي.

 د هغه په وينا، اوس دغه اوبه له دې امله چې د بند استنادي دېوالونه خراب شوي، نه ذخېره کېږي.

 نوموړی پژواک ته وويل: ((کله چی بند جوړ و، ډېر ښه حاصلات مو درلودل، خو اوس هېڅ نشته؛ ځکه چی اوبه نه راځي.))

د ياد بند نړېدل نه يواځې د خواجه عمري ولسوالۍ بزګران له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د ده يک، اندړو او ګېرو ولسواليو کروندګر هم اوس د خپلو حاصلاتو د کمېدو خبره کوي او لامل يې هم د دغه بند د اوبو نشتوالی ښيي.

 د دوى په وينا، د سلطان بند له ماتېدو وروسته يې د ځينو کارېزونو اوبه وچې او د ځينو کمې شوې دي.

 د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالعليم پژواک اژانس ته وويل، کله چې دغه بند جوړ و او اوبه يې د دوی سيمې ته ورتلې، د ځمکو حاصلات خورا ډېر او ښېرازه وو.

 نوموړى دولتي چارواکي په دې برخه کې پړه بولي او زياتوي: ((کله چې بند مات شو، نو زموږ د کارېز اوبه هم ډېرې کمې شوې او اوس تر پټي هم نه رسېږی.))

 د ده په وينا، د سيمې کروندګر يواځې همدغو اوبو ته ناست وو، خو اوس هغه هم ورباندی درېدلې دي او دومره وس هم نه لري، چې شخصي واټرپمپونه ولګوي.

 د غزني د ګېرو ولسوالۍ اوسېدونکي او کروندګر الله نظر، چې ښار ته د اوبو د ماشين (واټرپمپ) د اخيستلو په موخه راغلى وايي، چې د دوى د ولسوالۍ کارېز له تېرو شپږو کلونو راهيسې وچ دى.

 نوموړي وويل: ((پيسې مې په پور را واخيستې، چې يو واټرپمپ واخلم، بله چاره نه لرم.))

 د ده په خبره، که دولت د سلطان بند بېرته ونه رغوي، د دوى د سيمې کروندګر به د غنمو له کر او د انګورو، مڼو، زردالو او نورو له مېوو له پالنې څخه لاس واخلي.

 د غزني والي موسى خان اكبر زاده پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه بند جوړېدو ته يې پلانونه تر لاس لاندې دي او دا پروژه ورته ډېر اهميت لري.

نوموړي زياته کړه: ((په دې اړه مې څو ځلې د کرنې او اوبو لګولو له وزارت او لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره خبرې کړې دي، پروژه منظور شوې او ډېر ژر به يې د بيارغونې کار پيل کړو.))

 د هغه په وينا، د سلطان په پروژه به شاوخوا پنځه ميليونه ډالر ولګول شي، چې د امرېکا د متحده ايالاتو او د کرنې او اوبو لګولو له وزارت له خوا به ورکړل شي.

 د ياودنې ده، چې د سلطان بند په ٢٠٠٤ زېږديز كال كې د اوبو د ډېروالي له امله ونړېد، چې له امله يې په غزني ښار كې د ځاني زيان ترڅنګ شاوخوا ٥٠٠ دوكانونه هم وران شول.