فراه ښار (پژواک ٢٩ ورى ٩١): د فراه د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په تېره يوه کال کې په دغه ښار کې اتلس تفريحي پارکونه جوړ شوي، چې له دې ډلې ځيني يې ماشومانو ته د لوبو پر وسايلو سمبال شوي دي.
د فراه ښاروال عبدالرحيم اسحاق زی پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېر يوه کال کې د دې ادارې له خوا اتلس تفريحي پارکونه جوړ شوي دي.
اسحاق زي زياته کړه، چې له دغو يادو پارکونو پنځه يې مخکې د زورورو له خوا غضب شوي وو چې بېرته ترې را وګرځول شول.
د ده په وينا، د دغو پارکونو لپاره پاخه سړکونه او ويالې جوړې شوې او شنه ساحه هم په کې رامنځته شوې ده.
هغه همدارنګه زياته کړه چې په ځينو دغو پارکونو کې د ماشومانو د لوبو وسايل هم شته او په پاتې نورو کې به په راتلونکو څو ورځو کې ولګول شي.
د شهيد محمد نادر ايوبي د لېسې د دوولسم ټولګي زده کونکي او د فراه ښار د څلورمې ناحيې هستوګن شکېب، چې د خپلې سيمې په پارک کې پر مطالعې بوخت و، د ښاروالۍ له دغه اقدام څخه مننه وکړه او پژواک ته يې وويل: “تر دې وړاندې زموږ په سيمه کې پارک او تفريحي ځاى نه و، د دغه پارک په جوړېدو سره زما او د دې سيمې د نورو اوسېدونکو لپاره د تفريح او مطالعې ښه ځاى برابر شوى دى.”
عبدالستار د مدنې ټولنې يو فعال او د فراه ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د دوى د سيمې د پارک ځمکه يوه تن زورور غصب کړې وه او غوښتل يې هلته کور جوړ کړي، خو د ښاروالۍ او خلکو د هڅو په نتيجه کې دغه ځمکه بېرته ونيول شوه.
هغه زياته کړه: “اوس د دې سيمې پارک شين شوى، د لويانو او ماشومانو لپاره د تفريح لپاره مناسب ځاى ګڼل کېږي.”
د فراه د ولايتي شورا مرستيال وايي، چې د پارکونو جوړول سربېره پر دې چې د ښار بڼه بدلوي، د ښځو او سړو لپاره د تفريح ډېر وړ ځايونه هم دي او کورنۍ له موټر څخه له استفادې پرته د څومترو په فاصله کې پارک ته لاسرسى لري.
د فراه ښاروال وايي، له يوه پارک پرته، چې لګښت يې د منځنۍ اسيا د پراختيايي ګروپ (C.A.D.G) له خوا ورکړل شوى دى، نور پارکونه د ١٩ ميليونه او٥٠ زره افغانيو په لګـښت د دې ادارې له پراختيايي بودجې څخه جوړ شوي او سمبال شوي دي.
نوموړي وويل، چې د روان کال تر پايه به د ټولو پارکونو د برېښنا سيستم، د څراغونو لګونه او د لامبو د حوضونو جوړول بشپړ شي او پردې سربېره په روان کال کې د کافر د تاريخي کلا په سيمه کې د يوه ستر ملي پارک د جوړونې پلان هم تر لاس لاندې لري.










