منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۲ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د تخار له مسموم شوو نجونو شل تنه يې اوس هم تر درملنې لاندې دي

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

 تالقان (پژواک ٣٠ ورى ٩١): د تخار د رستاق ولسوالۍ د روغتون مسوولين وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې د مسموم شوو نجونو له ډلې يواځې ٢٠ تنه يې تر درملنې لاندې دي او پاتې نورې له رغېدو وروسته رخصت شوې.

د رستاق د روغتون رييس ډاکټر نذيرمحمد نبيل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې شپې تر نيمايي پورې د دې ولسوالۍ د نجونو د لېسې ١٧١مسموم شوې زده کوونکې دوى د درملنې په موخه ور وړل شوې وې.

د هغه په وينا، د دغو نجونو له ډلې يواځې ١٥يې، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ نه و، اوس هم تر درملنې لاندې دي او پاتې نورې له رغېدو وروسته رخصت شوې.

خو سرچينې په ډاګه کړه، چې ٥٠ رخصت شوې نجونې نن د سرګرځېدو او مسموميت د نه ښه کېدو له امله يو ځل بيا د درملنې لپاره روغتون ور وړل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ ٢٠ زده کوونکې له دوى سره بستر دي، چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.

د تخار د عامې روغتيا مشر ډاکتر حفيظ الله ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه د مسموميت څرنګوالى او علت نه دى جوت شوى او د دوى ټيمونه د دې موضوع د څېړنې په حال کې دي.

د هغه په وينا، د دغو زده کونکو له مسموميت وروسته، د دوى ګرځنده روغتيايي ډلې له ولسواليو او مرکز څخه رستاق ولسوالۍ ته تللي او ناروغان يې تر بشپړ مراقبت لاندې نيولي دي.

ساپي زياته کړه، چې په يو شمېر مسموم شوو زده کوونکو کې يو ډول استرس او روحي ستونزې ليدل کېږي، چې تر اوسه يې لامل معلوم نه دى.

سرچينې مسموم شوې ١٧١ نجونې وښودې او زياته يې کړه، چې د اړتيا په وخت کې به نورې روغتيايي ډلې هم سيمې ته واستوي.

د يادونې ده، چې پرون له غرمې وروسته د رستاق ولسوالۍ د نجونو په مرکزي لېسه کې يو شمېر نجونې زده کوونکې د اوبو په څښلو سره مسموم شوې وې.