Language

ښرنه (پژواک ٣٠ ورى ٩١): په پکتيکا کې د نوي تاسيس شوي د ښوونې او روزنې پوهنځي بريالي شوي محصلين د ودانۍ او استادانو د نه شتون له امله بې سرنوشته دي.

د دغه پوهنځي محصلين، چې په د پکتيکا او نورو ولايتونو اوسېدونکي دي، وايي، چې تر اوسه دوى بې سرنوشته د ښرنې ښار په هوټلونو او مسافر خونو کې شپې او ورځې تېروي.

د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي رشيد، چې د همدغه پوهنځي محصل دى او په هوټل کې اوسېږي پژواک اژانس ته وويل، چې ښايي روان کال يې ضايع شي؛ ځکه چې تر اوسه دغه پوهنځى نه ودانۍ، نه استادان  او نه هم اداره لري .

د هغه په وينا، په دې اړه يې د پکتيکا له والي او د پوهنې له رييس سره خبرې کړې او هغوى ورسره د ياد پوهنځي د ژر فعالېدو ژمنې کړې، خو تر اوسه يې عملي څه نه دي کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه پوهنځي ته له پکتيکا او يو شمېر نورو ولايتونو څخه تر ۱۵۰ محصلين بريالي شوي او ډېر  هغه، چې له ولسواليو او يا نورو ولايتونو څخه راغلي د ښرنې ښار په هوټلونو او مسافرخانو کې شپې ورځې تېروي.

سلطان محمد هم يو له هغو محصلينو څخه دى، چې د ښرنې ښار په يو هوټل کې اوسېږي، هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ښايي دغه پوهنتون يواځې د کاغذ پر مخ منظور شوى وي؛ ځکه چې په عمل کې هېڅ نشته.

د ده په وينا، دا د لوړو زده کړو د وزارت بې کفايتي ښيي، چې د کانکور په فورمو کې يې دغه پوهنځى شامل کړى او محصلين يې ورته بريالي کړي دي.

ده زياته کړه، چې که ژر تر ژره دغه پوهنځى فعال نه شي، محصلين به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

د پکتيکا د ښوونې او روزنې بل محصل مسعود پژواک اژانس ته وويل، چې دى د ښرنې اوسېدونکى دى او له همدې امله يې دغه پوهنځى انتخاب کړى، چې هم لوړې زده کړې وکړي او هم له خپلې کورنۍ سره په ځينو کارونو مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې نه يواځې ده، بلکې د پکتيکا ډېرى فارغينو په همدې موخه دغه پوهنځى انتخاب کړى دى، خو اوس ټول بې سرنوشته ګرځي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته په دې اړه وويل، چې د پکتيکا والي د محصلينو له يادو ستونزو خبر دى او د تدريسي او د ليليې د ودانيو ستونزې تر ډېره هوارې شوې او ډېر ژر به يې د دوى په واک کې ورکړي.

نوموړي زياته کړه: ((دا چې ياد پوهنځى يوه خپلواکه اداره نه لري او د خوست د شېخ زايد د پوهنتون يوه څانګه ده او موږ د لوړو زده کړو له وزارت او د خوست پوهنتون له مسوولينو سره خبره کړې، ترڅو ژر تر ژره د درس او استادانو ستونزې حل کړي.))

د پکتيکا د پوهنې رييس عطامحمد قانع بيا په دې اړه پژواک ته وويل، چې که څه هم د دغه پوهنځي د فعالولو چارې نېغې په دوى پورې اړه نه لري، خو بيا يې هم له يادو محصلينو سره تر خپله وسه مرسته کړې ده.

د ده په خبره، د پوهنې په رياست کې د دوى د نوم ليکنې پروسه روانه ده او د نوموړي پوهنځي د تدريسي چارو د پر مخ بيولو لپاره يې ځاى هم ورته ټاکلى دى.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د لوړو زده کړو د وزارت نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.

د يادونې ده، چې د پکتيکا د ښوونې او روزنې پوهنځى تېر کال د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د دغه ولايت د چارواکو او خلکو په غوښتنه منظور شوى او (۱۳۹۱) کال به يې د فعاليت لومړنى کال وي.