جلال اباد (پژواک ٣ غويى ٩١): د پاکستان په کراچۍ بندر کې د کانټينرونو د بندېدو له امله افغان ماشومان د ويټامين A او چنجيو له ګوليو بې برخې پاتې شول.
په ننګرهار کې د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې د روان لمريز کال د پوليو ضد کمپاين يې په داسې مهال پيل کړ، چې په کراچۍ کې د کانټينرونو د ايسارولو له امله د ويټامين A کپسول او د چنجيو ګولۍ لا هم بندې پاتې دي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد د غويي په ٣مه په يوه خبري غونډه کې وويل، تمه يې درلوده، چې نن د يکشنبې په ورځ د ختيځو څلورو ولايتونو (ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) ٨٤٠زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ترڅنګ د ويټامين A او چنجيو ضد ګولۍ هم ورکړي.
خو هغه زياته کړه، چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د کانټينرونو بندېدو له امله افغان ماشومان د ويټامين A او چنجيو له ګوليو محروم پاتې شول.
شېرزاد وويل، چې په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ليدل شوې.
د ده په وينا، پنځه زرو دوه سوه رضاکاران به درې ورځې د دغې سيمې په ٥٢ اداري واحدونو کې اته سوه څلوېښت زرو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.
ډاکټر شېرزاد وويل، چې په دغې چاره کې ورسره په داوطلب ډول ٦٦١ تنه د جوماتونو امامان او ښوونکي مرسته کوي.
شېرزاد وويل، په ټول هېواد کې د روان لمريز کال له پيله راهيسې ٦ مثبتې پېښې ليدل شوې چې درې يې په کندهار،٢ په هلمند او يوه په پکتيا کې ده.
د عامې روغتيا رييس وويل، په غرني نورستان کې هوا ګرمه شوې او امنيت ښه شوى، چې په وينا يې د نهو کورډيناتورانو، ٤١ سوپروايزرانو او درې سوه اويا رضاکارانو له لوري به د دغه ولايت څه باندې ٣٩زره ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړل شي.
د يادونې ده، چې تېر کال د سرحدي نا اراميو او کډواليو له امله په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ليدل شوې وې.










