خوست ښار (پژواک ٤ غويى ٩١): د خوست د عامې روغتيا رييس وايي، که په خوست کې بې پولې ډاکټران خپل زېږنتون بيا فعال نه کړي، په دغه ولايت کې به د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې لوړوالى راشي.
هغه چاودنه چې د وري په ۲۹مه د خوست ښار د بې پولې ډاکټرانو په زېږنتون کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې وه، دوه ماشومان او دوه سړي په کې ټپيان شوي وو او له هماغې ورځې د دغه زېږنتون فعاليتونه په ټپه ولاړ دي.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه منګل پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې بې پولې ډاکترانو په خوست کې خپل زېږنتون پرانيستی، ٦٠٠ ماشومان په کې په سالم ډول زېږېدلي او د ۷۰۰ نسايي او ولادي ناروغانو درملنه په کې شوې ده.
د هغه په وينا، که د دغه زېږنتون فعاليتونه بند شي، خوست مېشتي به په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د بې پولې ډاکټرانو له لوري د وري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې وه، په کې ويل شوي وو، چې د دغه روغتون فعاليتونه يې درولي، په روغتون کې شته ناروغان يې د خوست ولايتي زېږنتون ته لېږلي او نويو ناروغانو ته د داخلې اجازه نه ورکوي.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي رېنزو فريک ويلي: ((د روغتون د کار درول به تر هغه دوام وکړي، څو اېم اېس اېف ته د ساحې د کنټرولوونکو له خوا پوره ډاډېينه ورنه کړل شي، ناروغانو، روغتيايي کارکوونکو او روغتيايي چارو ته يې احترام ونه شي.))
د خوست د عامې روغتيا رييس د بې پولې ډاکټرانو له ادارې وغوښتل، چې که غواړي په خوست کې ميندې او ماشومان د زېږون پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي، خپل فعاليتونه دې له سره پيل کړي.
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي فاروق پژواک اژانس ته وويل، چې په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زېږنتون د خلکو لپاره ډېر سهولتونه رامنځ کړي وو.
د ده په وينا، د دغه زېږنتون د فعاليتونو د بندېدو له امله ډېر خلک خپه شوي دي او د بيا فعالېدو غوښتنه يې کوي.
نوموړي زياته کړه: ((له کله چې په خوست کې بې پولې ډاکټرانو خپل زېږنتون فعال کړی، د شخصي کلينيکونو کار يې په ټپه درولی و او ښايي په دغه روغتون کې د چاودنې عاملين هم د شخصي روغتونونو خاوندان وي.))
په خوست کې د مدني ټولنې د جرګې مشر نجيب الله الوخېل وايي، چې د بې پولې ډاکټرانو ټول فعاليتونه ټولنيز او د خلکو په ګټه دي.
ده زياته کړه: ((موږ د دغه ارګان د ټولو کارونو ستاينه کوو او ترڅنګ ترې غوښتنه کوو چې د خوست له بېچاره ولس سره له خپلو پيل شوو مرستو لاس وانخلي.))
د هغه په وينا، د خوست مدني ټولنه چمتو ده، چې د دغه ارګان د فعاليتونو په اړه عامه پوهاوی وکړي او هغه څوک يې چې په خوست کې شتون نه شي زغملای، په دې به يې قانع کړي چې دغه ارګان يواځې له خلکو سره مرسته کوي.
د خوست امنيتي او نور چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وايي، چې د بې پولې ډاکټرانو چارواکو له دوى څخه غوښتي، چې په دې اړه له رسنيو سره خبرې ونه کړي؛ ځکه چې دوى ته ستونزې پرې پيدا کېږي.










