Language

رشاد حسين : ډېرى امريکايان د يو شمېر خلکو کړنو ته په کتو اسلام د ناامنۍ دين بولي

ښرنه (پژواک ٦ غويى ٩١): د اسلامي هېوادونو لپاره د باراک اوباما ځانګړي استازي په پکتيکا کې ديني عالمانو ته وويل، چې په امريکا کې خلک د خلکو د کړنو له امله اسلام ته د نا امنۍ د دين په سترګه ګوري.

د اسلامي هېوادونو لپاره د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر باراک اوباما ځانګړي استازي رشاد حسين د پکتيکا خلکو او ديني عالمانو ته د يوې غونډې پر مهال نن (د غويي ٦مه) وويل، چې اسلام د ورورۍ او امن دى.

د تېرې دوشنبې په ورځ د اسلامي نړۍ او اسلامي کنفرانس (OIC) لپاره د امريکا د ولسمشر ځانګړى استازى رشاد حسين لومړى ميدان وردګو ته او ورپسې د پکتيکا ولايت ته سفر درلود.

رشاد حسين په پکتيکا کې له ديني عالمانو وغوښتل، چې خلکو ته هم دغه پيغام ورسوي، چې اسلام د سولې او ورورۍ دين دى.

د ده په خبره، په امريکا کې دا مهال ګڼ شمېر مسلمانان ژوند کوي او شاوخوا ۱۵۰۰ جوماتونه لري.

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان ته يې د راتګ موخه په ديني برخه کې د شوو پرمختګونو څارنه او د بېلابېلو سيمو له عالمانو سره سلا مشورې او د هغوى د نظرونو اخيستل دي.

رشاد حسين ژمنه وکړه، چې د جوماتونو، ديني مدرسو، ديني زده کوونکو او ملا امامانو د زده کړو په برخه کې به له هېڅ ډول مرستو څخه ځان ونه سپموي.

د هغه په وينا، ديني زده کوونکو ته د اسلامي هېوادونو د بورسونو د برابرولو ترڅنګ به عالمانو ته په اسلامي کنفرانسونو کې د ګډون کولو لپاره هم هلې ځلې وکړي.

په غونډه کې د پکتيکا د حج او اوقافو رييس قاضي ضبط الله د دغه ولايت ديني عالمانو، مدرسو او جوماتونو ته د ځانګړې پاملرنې او د يوې ديني کتابخانې غوښتنه هم وکړه.

د غونډې يو بل ويناوال ديني عالم شاه محمد هم په خپلو خبرو کې له رشاد حسين څخه وغوښتل، چې هر ديني طالب او عالم ته دې د شک، ورانکاري او ديني مدرسو ته دې د نظامي مرکزونو په سترګه ونه کتل شي.

د پکتيکا والي محب الله صميم هم راشد حسين ته وړانديز وکړ، چې د نړۍ په کچه دې يو داسې اسلامي کنفرانس جوړ شي، چې د ځانمرګو بريدونو په اړه پرېکنده فتوا ورکړي.

د هغه په وينا، دغه ډول بريدونو ډېری د ماشومانو په وسيله ترسره کېږي او قربانيان يې هم عام وګړي وي.

صميم د پکتيکا ديني عالمانو ته وويل: ((خپل دوست او دښمن وپېژنئ او پر دې فکر وکړئ چې ولې په افغانستان کې پرمختګ ناروا دی او هغه خلک چې زموږ نجونې او ماشومان زده کړو ته نه پرېږدي، پر خپلو لوڼو ولې په لندن او نور غربي هېوادونو کې زده کړې کوي.))

د يادونې ده، چې رشاد حسين هندي الاصله امريکايى دی، چې د امريکا د ولسمشر له خوا په ۱۳۸۸ کال کې د (۵۶) اسلامي هېوادونو لپاره ځانګړی استازى ټاکل شوى او تر اوسه يې افغانستان ته درې ځلې سفرونه کړي او نوموړى د قران کريم حافظ او د امريکا د مسلمانانو د ټولنې يو فعال غړى هم دی.