منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په جلال اباد ښار کې د اوبو يوه ستره پروژه بشپړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

جلال اباد ( پژواک ٦ غويى ٩١): د جاپان په مرسته په جلال اباد ښار کې د دوو ميليونو ډالرو په لګښت د اوبو يوه ستره پروژه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په ختيځو ولاياتو کې د ملګرو ملتونو د بشري اسکان (هبيټاټ) مشر ډاکټر نعمت الله رحيمي د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پروژه د جاپان په دوه ميليونه امريکايي ډالره مرسته د جلال اباد ښار سوېل لوري ته په ګنده چشمه سيمه کې پلي شوې ده.

هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې د اوبو دوه سترې زېرمې جوړې شوې، چې هر يوه يې د ٥زرو متره مکعبه اوبو ځايولو او لېږدولو وړتيا لري.

د رحيمي په وينا، له دغو زېرمو څخه د ښار لومړۍ، دويمې او درېيمي ناحيو ته درې زره متره اوږده نل ليکه غځول شوې، چې سبا (پنجشنبه) به د ښار دوه زره کورنيو ته د څښاک اوبه ورسوي.

نوموړى وايي، چې دغه پروژه د دوه سوه پنځوس کيلوواټه جنراتوري برېښنا په واسطه چلېږي، چې د حرارت درجې لوړېدلو او اوبو د کچې په کمېدلو سره به په اوتومات ډول پارچاوېږي.

ډاکټر نعمت الله وويل، چې پروژې ته څېرمه يې د اوبو رسولو رياست ته يوه دوه پوړيزه ودانۍ هم جوړه کړې، چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې شي.

د ننګرهار د اوبو رسولو رييس پروېز عليشنګي پژواک اژانس ته وويل، رياست يې اوس مهال د جلال اباد ښار ٣٠ سلنه وګړو ته د څښلو اوبه رسولى شي، چې د دغې پروژې په سرته رسېدو سره يې کچه ٣٨ سلنه ته لوړه شوه.

نوموړي زياته کړه، ګټې ته سپارل شوې نوې پروژه سربېره پردې چې ٢زرو بې اوبو کورونو ته اوبه ورکوي، څو ځايه له پخوانۍ شبکې سره هم پيوند شوې، چې د ښار د اوبو له زاړه سيستم سره به هم مرسته وکړي.

پروېز عليشنګي پر ماليې وزارت نيوکه وکړه، چې د ده رياست ته يې د ١٣٩١ کال لپاره يوه افغانۍ بودجه هم په پام کې نه ده نيولې.

د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې د اوومې ويالې اوسېدونکي ګل زمان پژواک ته وويل، چې له درېيو کلونو راهيسې جلال اباد ښار ته راغلى او کوچني ماشومان يې له جومات څخه په بوشکو او سطلونو کې د څښاک اوبه راوړي.

نوموړي خوښي وښوده، چې د اوړي له ګرمۍ وړاندې د اوبو د نل ليکې خاوند شو.

د يادونې وړ ده، چې جلال اباد ښار د نوي او عصري کاناليزسيون او د اوبو نل ليکو نه شتوالي له امله، خلک هر کال د ګرمۍ په موسم کې د څښاک د اوبو د نه شتوالي له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.