کابل ( پژواک د غويي ١٠مه ٩١): د واکسيناسيون ملي اونۍ ،چې نن پيل شوه، خلکو ته د واکسين د اهميت په اړه د پوهاوي ترڅنګ، به ٣٠٠ زره ښځينه ښوونکي او زده کونکي چې له ١٥نه تر ٤٥کلنو پورې عمرونه لري، د تيتانوس ناروغۍ په وړاندې واکسين شي.
دا مطلب دعامې روغتيا وزيرې ډاکټرثريا دليل د واکسيناسيون د ملي اونۍ د مراسمو په پيل کې نن (دغويي ١٠مه) د کابل ښار په ملالۍ لېسه کې څرګند او زياته يې کړه،چې دا کمپاين به د ٦١٤ ټيمونو له خوا،چې په هر ټيم کې به دوه کسانو وي،تطبيق شي.
د نوموړې په وينا، په دې کمپاين کې به، ښوونکو او زده کونکو ته د واکسين د تطبيق ترڅنګ ، د ټلويزيوني پيغامونو دخپرولو او چاپي تبليغاتو د وېش او نصب له لارې د تيتانوس د ناروغۍ او د واکسين دتطبيق د اهميت په اړه، خلکو ته پوهاوى ورکړل شي.
تيتانوس ،چې مېرمنې تر ډېره بريده ترې زيانمنې کېداى شي، يوه وژونکې او خطرناکه ناروغي ده،چې مکروب يې د ټپونو او په چټلو ټوکرونو د زېږون پرمهال، د چاکو او يا پل په ذريعه د نوم پرېکول په وجود کې دننه کېږي، د بدن شخوالى ، سخته تبه ددې ناروغۍ له نښوو څخه دي.
دليکل په داسې حال کې،چې دا ناروغي يې اميدوارو مېرمنو ته يوه ستره ستونزه وبلله ،ويې ويل،چې تيتانوس د زېږون په مهال د مېرمنو د مړينې يواځينې لامل دى.
هغې زياته کړه،چې تېرکال د کابل په انتاني روغتون کې ،د تيتانوس ١٨ پېښې ثبت شوې وې، چې له ياد شمېرڅخه ٤ يې مړي شوې وې.
دليل وويل،چې له ماشومانو پرته، بايد ټولې اميدوارې مېرمنې، نجونۍ او ميرمنې چې له ١٥ نه تر ٤٥کلنو پورې عمرونه لري، ددې ناروغۍ په وړاندې ٥ ځله واکسين شي.
نوموړې وويل،چې ياد واکسين په دولتي روغتيايي مرکزونه کې په وړيا توګه تطبيق کېږي، مېرمنې او نجونې بايد دې مرکزونو ته مراجعه وکړي.
ديوې سروې دپايلو له مخې، چې تېرکال اعلان شوه، هرکال د هر سل زرو ميرمنو په منځ کې ،٣٢٩يې د زېږون په مهال مړې کېږي او همداراز تر دوکلنو د ټيټ عمر په هر زرو ماشومانو کې ٧٧تنه او له پنځو کلنو څخه دټيټ عمر په هر زرو ماشومانو کې ٩٧تنه يې تلف کېږي.
د عامې روغتيا وزېرې په نننيو مراسمو کې له ګډوانوالو نجونو او مېرمنو څخه وغوښتل ،چې د واکسين دتطبيق د اهميت په اړه دې ،خپلو کورنيو او خلکو ته معلومات ورکړي.
د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال محمدصديق پتمن هم په دې مراسمو کې ګډون درلود.
نوموړي د واکسين پراهميت ټينګار وکړ او ويې ويل،چې د پوهنې وزارت، دعامې روغتيا له وزارت سره هرډول همکارۍ ته چمتو دى.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهې صندوق((يونيسف)) استازي پيترکرولي په نننيو مراسمو کې د اتو واکسينونو پر اهميت ټينګار او زياته يې کړه،چې اوس هم په افغانستان کې د تيتانوس، دماشومانو د ګوزڼ او شري نښې لېدل کېږي.
د عامې روغتيا وزارت دمالوماتو له مخې، د روان زېږديز کال په اوږدو کې په سويل او سويل ختيځو ولايتونو کې ،د ماشومانو دګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوي دي او تېرکال په ټول هېواد کې دماشومانو د ګوزڼ څه باندې ٨٠ پېښې ثبت شوې وې.
په افغانستان کې د ماشومان د ګوزڼ د واکسين کمپاينونه هم په لاره اچول کېږي او ددې ترڅنګ د شري، نري رنځ،ديفتري، تور زېړى او تورې ټوخلې واکسيونونه هم تطبيق کېږي.
په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان استازي ډاکټر کرم شاه په نننيو مراسمو کې وويل،چې دمعافيت ورکولو لپاره ګډون، ددې اونۍ د لمانځلو موخه ده.
نوموړې وويل،چې د افغانستان دعامې روغتيا وزارت په وروستيو کلنو کې د ماشومانو او اميدوارو مېرمنو د واکسين د عرضه کولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
د عامې روغتيا وزارت دمالوماتو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې د واکسين خدمتونه، د ١٢٥٠ ثابتو او ٢٠٠ ګرځنده کلينيکونو له لارې وړاندې کېږي.
کرم شاه د افغانستان دعامې روغتيا له وزارت سره ددې سازمان دمرستو د دوام په ټينګار وويل،چې ٩٠سلنه ماشومان چې د واکسين له خدمتونو څخه محروم دي دهېواد په لرې پرتو او ناامنو سيمو کې ژوند کوي.
خو ونه ويل،چې په کوم شمېر ماشومان په افغانستان کې واکسين ته لاسرسې نه لري.
د سرچينې د مالوماتو له مخې، د واکسيناسيون ملي اونۍ د مديترانۍ دختيځې حوزې په ٢٢هېوادونو کې لمانځل کېږي،خو له افغانستان سره په يو وخت نه وي.
په افغانستان کې د واکسيناسيون ملي اونۍ ،په لومړي ځل، په ١٣٨٩کال کې ولمانځل شوه.









