جلال اباد (پژواک ١٤ غويى ٩١): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ نوې ودانۍ د غبرګولي په ١٤مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د يوې پوړيزې ودانۍ چارې، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري نيمګړې پاتې وې، تېر کال د امريکايي بيارغونې ولايتي ډلې (PRT) له لوري پيل شوې وې.
هغه زياته کړه، چې ولايتي بيارغونې ډلې د دغې چارې د بشپړولو په موخه دوه سوه او شپږ زره امريکايي ډالره مرسته کړې وه.
حاجي سيدالرحمن وويل، دغه ودانۍ په ١٤ سوه متره مربع ساحه کې جوړه شوې، چې ٢٤ خونې لري.
د ولسوال په وينا، چې د دې ودانۍ ټوليز لګښت ٢٠٦زره امريکايي ډالره شوى دى.
حاجي سيدالرحمن وايي، چې اړوند مديريتونه يې د کرنې رياست په ګودامونو او د ښاروالۍ په کوټو کې خپلې رسمي چارې پر مخ بيولې، چې په کې له يو لړ ستونزو سره مخ وو.
د نوموړي په وينا، اوس به د دغې ولسوالۍ ټولې چارې منظمې او په ښه توګه ترسره شي.
د يادې ولسوالۍ يوه مدير، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، چې د ډېرو نيمګړتياوو ترڅنګ په ولسوالۍ کې د لمريزې برېښنا سيسټم نشته او ولايتي اداره د دې وس نه لري، چې ٢٤ ساعته جنراتوري برېښنا ورکړي.
د يادونې ده، چې دوه کاله وړاندې د دغې ولسوالۍ په مخ کې يو ځانمرګى بريد وشو، چې ځاني او مالي زيانونه يې پېښ کړل.










