ژبه

٢٢زره تنه تېر کال په ننګرهار کې په ملاريا اخته شوي وو

عبدالمعيدهاشمى

۱۴ غویی ۱۳۹۱ - ۱۸:۵۲

Views: ۷۱

جلال اباد (پژواک ١٤ غويى ٩١): د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې تېر کال په دغه ولايت کې ٢٢زره تنه په ملاريا اخته شوي او په راروان اوړي کې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې جدي اقدامات کړي دي.

په دې ولايت کې له ملاريا سره د مجادلې مشر ډاکټر ننګيالي سپين غر د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جلال اباد ښار په شپږو ناحيو او پنځو ولسواليو کې په ١٣٨٩ لمريز کال کې اته ويشت زره تنه د ټول کال په اوږدو کې په ملاريا اخته شوي وو.

خو هغه زياته کړه، چې تېر کال (١٣٩٠)د دوا شيندلو او ١٦٠زره پشه خانو د وېشلو له امله د اخته ناروغانو شمېره ٢٢زره تنو ته راټيټه شوه.

ډاکټر سپين غر وويل، چې د ښار ترڅنګ په کامې، سره رود، بټي کوټ، بهسودو او غني خېلو ولسواليو کې، له کومو سيمو څخه چې د کابل او کونړ سيندونه تېرېږي او يا د اوبه خور بهيدونکي کانالونه ولري، دغه ناروغي زياته وه.

نوموړي زياته کړه، د ماشومانو نړيوال صندوق او نړيوال روغتيايي سازمان پر مټ په پلان کې لري، چې تر ٢٠١٥ زېږديز کال پورې په ننګرهار کې دوه ميليونه په دوا لړل شوې جالۍ ووېشي.

ننګيالي سپين غر وويل، دا چې سږکال له تمې زياته واوره ورېدلې او کال هم باراني دى، وېره لري چې بيا به د ملاريا ناروغي زياته شي.

نوموړي زياته کړه، چې تېر کال د غويي په ١٥مه يې د جاليو وېشنې لړۍ پيل کړې وه؛ خو سږکال ورته لا مرستندويه ټولنو په دوا لړل شوې جالۍ نه دي سپارلي.

ډاکټر سپين غر وايي چې د روغتيايي لارښوونو له مخې، امېندواره مېرمنې، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان، کډوال او سيلانيان هغه خلک دي چې ډېر په ملاريا د اخته کېدو له  ګواښ سره مخ وي.

د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي ضياءالرحمن، چې د کابل اډې شاته په ګنده چشمو سيمه کې اوسېږي، پژواک ته وويل، چې تېر کال د روغتيايي کارکوونکو له لوري ورته د درېيو ماشومانو پر سر يوه پشه خانه ووېشل شوه، چې له نېکه مرغه يو ماشوم يې هم په دغې ناروغۍ نه و اخته شوى.

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک ولايت خان وايي، چې له اوسنى حکومت وړاندې ټولو حکومتونو د غوماشو وژلو په موخه په پراخه کچه دوا شيندله، چې د دغې ناروغۍ مخه يې تر ډېره بريده نيولې وه.

ولايت خان وويل، اوس چې له لسو کلونو راهيسې د نړيوالو مرستو بهير را مات دى، په کروندو او زېمناکو سيمو کې دوا نه شيندل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس مې هم پنځه ماشومان په ملاريا اخته دي.))

ملک ولايت خان وويل، ميندې نه شي کولى ٢٤ ساعته خپل اولادونه په ماشوم ضد جاليو کې ايسار کړي.

د يادونې وړ ده چې له ملاريا سره د مجادلې ضد ادارې، تېر کال يواځې د جلال اباد ښار په چټلو ويالو کې د الټو سيډ درمل پاشلي و.