کندهار ښار (پژواک ٢٠ غويى ٩١): په کندهار ولايت کې د طبي علومو د انسټيټوټ ودانۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه.
په دغو مراسمو کې د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل، د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د کورنيو او بهرنيو ځواکونو مسوولينو، دولتي چارواکو، د پاکستان او هندوستان هېوادونو د قونسلګريو مسوولينو، قومي مشرانو او نورو ګډون کړى وو.
د کندهار د طبي علومو د انسټيټوټ د پرانېستنې پر مهال ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ د ١٧ مياشتو په موده کې د ٢،٧ ميليونو ډالرو په لګښت د امريکا متحده ايالاتو د پوځي څانګې (Civilians Emergency Response Program) په مالي لګښت جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ودانۍ د جوړولو کار د ساجد ساختماني شرکت له خوا په ښه کيفيت مخ ته وړل شوى او په دوه پوړه کې جوړه شوې، چې ٢٠ درسي خونې، په دوو بېلا بېلو بلاکونو کې د نجونو او هلکانو د ليليې ٦٠ خونې، اداري خونې، د غونډو سالون، د خوراک سالون، پخلنځى، جومات، کانټين او نور شامل دي.
د ده په وينا، په دغه مرکز کې په يوه وخت ٦٠٠ تنه نارينه او ښځينه زده کړې کولى شي او په کتابتون کې يې تر ٤٠٠ محصلين مطالعه کولى شي.
پخلا، دغه پروژه د هېواد په کچه له بنسټيزو هغو څخه وګڼله او ويې ويل، چې د طبي علومو په دغه انسټيټوټ کې به د سوېلي زون د ولايتونو نجونې او هلکان د نرسنګ، قابلګۍ، لابراتوار، فارميسي او نورو برخو کې روزنه ترلاسه کوي.
نوموړي، د دغه انسټيټوټ د جوړولو په برخه کې د امريکا له متحده ايالاتو څخه مننه وکړه، چې د دغه راز بنسټيزې پروژې لپاره يې مرسته کړې ده.
هغه د عامې روغتيا وزارت له ٢ميليونه او ٤سوه زره افغانيو او د کندهار والي له لوري د څه باندې يو ميليون افغانيو د مرستې يادونه هم وکړه، چې د دغه انسټيټوټ لپاره پرې فرنېچر، فرشونه، څوکۍ، مېزونه، کمپيوټرونه، د برېښنا جريان او نور برابر شوي دي.
پخلا د دغه مرکز د لا ښه فعاله کولو په موخه د عامې روغتيا له وزيرې وغوښتل، چې په انسټيټوټ کې د لابراتوار او فارميسۍ څانګې ورزياتې کړې؛ ځکه په کندهار کې ټول ٧٣ لابراتوارونه شته، چې په کې ٢٨ تنه تثبيت شوي ټکنېشنان کار کوي، چې په هېڅ توګه د کندهار لپاره بسنه نه کوي.
هغه وويل، په کندهار کې ٣٦٤ درملتونونه، ٨٥ د درملو پلورلو شرکتونه، ٢٢ د درملو عمده فروشۍ او ٦٧ روغتيايي مرکزونه شته، چې د دې ټولو پر سر يواځې اته فارميسيستان شتون لري.
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، چې د انسټيټوټ او ميرويس روغتون تشکيل دې زيات کړل شي او په کندهار کې دې د معتادينو او د محبس د بنديانو لپاره هم جلا جلا روغتونونه جوړ شي.
د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل د انسټيټوټ د پرانېستنې په مراسمو کې وويل، چې د هېواد په کچه د مور او ماشوم مړينه له لويو روغتيايي ستونزو څخه ده او کندهار هغه ولايت دى، چې د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکي يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري.
هغې زياته کړه، چې د طبي علومو په دغه انسټيټوټ کې به د سوېلي ولايتونو قابله ګانو او نرسانو ته په بېلابېلو څانګو کې روزنه ورکول کېږي، چې په دې توګه به په لېرې پرتو سيمو کې هم خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې شي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د دغه انسټيټوټ په جوړېدو خوښي وښودله او ويې ويل، چې خلک دغه راز بنسټيزو کارونو او پروژو ته اړتيا لري.
هغه له بهرنيو مرستندويانو وغوښتل، چې د څو بوجيو سرې او تخمونو د مرستو پر ځاى دې، خلکو ته بنسټيز کارونه وکړي او د هېواد د راتلونکي په موخه دې علمي مرکزونه جوړ او حمايه کړي.
د طبي علومو د دغه انسټيټوټ ښځينه او نارينه محصلينو خوښي ښودله، چې په يوه پرمختللې ودانۍ او ښه چاپېريال کې ورته د زده کړې شرايط برابر شوي دي.
د روغتيايي چارو کارپوهان وايي، چې په کندهار کې د طبي علومو انسټيټوټ له جوړېدو سره به د روغتيايي کارکوونکو شمېر زيات او روغتيايي خدمات به تر لېري پرتو سيمو وغځول شي.









