خوست ښار (پژواک ٢١ غويى ٩١): د خوست د عامې روغتيا رييس وايي، چې يو پوليس سرتېرى د خوست ملکي روغتون ته بې اجازې ننوتى او يو نوکريوال ډاکټر يې د ټوپک په برچه وهلى دى.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميربادشاه منګل د غويي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يو پوليس سرتېرى په داسې حال کې چې رسمي يونيفورم يې پر تن و، په زور سره ملکي روغتون ته دننه او يو نوکريوال ډاکټر يې د ټوپک په برچه وواهه، چې اوس مهال ټپي دى او تر درملنې لاندې دى.
د هغه په وينا، پر دغې پېښه ټول ډاکټران سخت قهريدلي او له امنيتي ارګانونو غواړي، چې ياد پوليس ونيسي او د قانون په رڼا کې لازمه سزا ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د پوليس له لوري ياد ډاکټر هغه وخت ووهل شو، چې د پوليس د خپلوانو يوې ښځې په روغتون کې د ولادت پر مهال ساه ورکړه.
د خوست د ملکي روغتون يوه ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيتي ځواکونو له لوري ډېر وختونه د پېښو پر مهال ورته چلند ترسره کېږي.
د ده په خبره، که اړوند مسوولين يې په مخينوي کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، د خوست ملکي روغتون ډېر شمېر ډاکټران به خپلې دندې پرېږدي.
دى وايي: ((ما سر له نن څخه خپله اداره په جريان کې کړې، چې دنده پرېږدم او اداره دې په يوه مياشت کې زما د بديل غم وکړي.))
د خوست د عامې روغتيا رييس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې هغه مېرمن په روغتون کې د زېږون پر مهال مړه شوې، وويل، چې دغه مېرمن لومړى شخصي کلينيک ته وړل شوې وه؛ خو چې روغتيايي حالت يې ډېر خراب شوى و، ملکي روغتون يې ور وړه.
ده وويل: ((زه خواشينى يم چې ډاکټرانو دغه مېرمن له مرګ ونه ژغورله شواى.))
د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال محمديعقوب هم مني، چې تېره شپه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند يوه پوليس د ملکې روغتون يو ډاکټر د ټوپک په برچه وهلى دى.
نوموړى وايي، چې دوى به د پېښې په اړه پلټنې وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې د بيا ځل لپاره به دا ډول پېښه نه تکراريږي.